د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایبولا پر ضد د مبارزې لپاره نور ۸۰ میلیونه ډالر ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (می ۲۸مه) په کانګو او یوګانډا کې د ایبولا د خپرېدو د مخنیوی لپاره اضافی ۸۰ میلیونه ډالر اعلان کړل، چې په ټوله کې د ایبولا د مخنیوي لپاره د امریکا مرسته ۱۱۲ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

‏دا اضافي بودیجه به د شخصی محافظتی تجهیزاتو، د ایبولا تشخیص بستې، په هوایي ډګرونو کې روغتیایی معاینات، او د تماس تعقیب لپاره وکارول شی.

په همدې حال کې، د نړیوال روغتیا سازمان (WHO) د جمعې په ورځ وویل چې په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې ۹۰۶ د ایبولا مشکوکې پېښې ثبت شوي او ۲۲۳ شکمنې مړینې تر څېړنې لاندې دي.

په کانګو کې ۱۲۵ تایید شوې پېښې او ۱۷ مړینې ثبت شوي، او په یوګانډا کې اووه پېښې او یوه تائید شوې مړینه ثبت شوې.

د دې میاشتې په پیل کې، د روغتیا نړیوال سازمان په کانګو کې د ایبولا د نادرې بڼې خپرېدل چې واکسین يې نشته، د "نړیوالې اندیښنې روغتیایی بیړنی حالت" اعلان کړ.

لومړی روغ شوی ناروغ د کانګو له یوه روغتیایی مرکز څخه د دوو آزموینو د منفي نتایجو څخه وروسته رخصت شوی، او دوې هیله لري چې نور خلک به هم روغ شي او د لومړنیو روغتیايي پاملرنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د کانګو څخه ګاونډیو هیوادونو ته د ایبولا د خپرېدو خطر ډېر دی، که څه هم دې ناروغۍ لا تر اوسه د نړیوالې وبا معیارونو نه دي پوره کړي.

روغتیايي چارواکو ټینګار کړی چې د ایبولا د خپرېدو مخنیوی اوس په لومړیتوب بدل شوی، ځکه چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ویروس د چټک خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG