د لاس رسي وړ اتصالات

شکایتونو کمیسیون: د نوماندانو د عکسونو څیرې کول سرغړونه ده


د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روان لمریز کال د تلې ۲۸ مه د ولسی جرګې د ټاکنو د ورځې په توګه ټاکلې ده
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روان لمریز کال د تلې ۲۸ مه د ولسی جرګې د ټاکنو د ورځې په توګه ټاکلې ده

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون چارواکو د ولسی جرګې په روانو ټاکنیزو سیالیو کې د نوماندانو له خوا د سیالیو پر وخت د قانوني سرغړونو په صورت کې د قانوني چلند سره د مخ کیدو خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون غړی او ویاند علي رضا روحاني د یکشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د ټاکنیزو سرغړونو یو لیست اعلان کړ، چې په کې د یو نوماند د ملاتړو او پلویانو له خوا د سیالیو نوماندانو د عسکونو څیرې کول هم د قانوني سرغړونې په توګه یاد شوی دی.

ښاغلي وویل روحاني " مداخله، تحریب، مزاحمتاو د نورو نوماندانو تبلغاتو ته د ستونزو رامنځ کول، منع دي او ټاکنیزې سرغړونو په توګه حسابیږي، تاسو یو شمیر مسایل وینئ لکه د نورو نوماندانو د عسکونو څیرې کول او د هغوی پرعکسونو باندې د خپلو عکسونو لګول دا ټاکنیزې سرغړونې دي ".

همداشان ښاغلي وویل، چې ټاکنیزو سیالیو ته د بهرنیانو بلنه او په ټاکنیزو سیالیو کې د بهرنیانو ګډون هم ټاکنیزې سرغړونې شمیرل کیږي.

په ښارونو کې د نوماندانو له خوا د موټرو د لویو کاروانونو تیریدل او په خلکو کې د ویرې خپرول او هم په ټاکنیزو سیالیو کې د امنیتي او دفاعي ادارو د منسوبینو ګډون په قانوني سرغړونو کې شمیرل کیږي.

ټاکنیزو سیالو کې په زور خلک ګډون او یا نه ګډون ته اړ کول، د عکسونو د لګولو پر وخت د سریښ څخه کار اخیستل، چې د ښار د ناپاکۍ سبب ګرځې او د ټاکنیزو کمیسیونو د نښان او آرم څخه ګټه اخیستنه هم په ټاکنیزو سیالیوکې د قانونۍ سرغړونو په توګه شمیرل کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې د ولسی جرګې د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د تلې په شپږمه د جمعې په ورځ پیل شوي او د تلې په ۲۵ مه ورځ به پای ته ورسیږي.

د ولسی جرګې ټاکنو ته شاوخوا ۲۵۰۰ نوماندان ولاړ دي، چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د بایومټریک ټکنالوژۍ کارونه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، چې د تلې په ۲۸ مه ورځ به د ولسی جرګې د رایې ورکوونکو د پیژندګلوۍ لپاره د بایومټریک ټکنالوژۍ څخه کار واخیستل شي.

د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال سید ذبیح الله سادات امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه دغه کمیسیون ته تر ۴۴۰۰ پایي د بایومټریک دستګاوې رسیدلي او ټاکل شوې په راروانو ورځو کې به شاوخوا ۱۷ رزه نورې پایي هم دغه کمیسیون ته وسپارل شي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، د بایومټریک د دستګاو سره د خپلو مامورینو د بلدتیا لپاره یې په کابل کې روزنیز پروګرامونه هم پیل کړي دي.

په افغانستان کې د تلې ۲۸ مه د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

XS
SM
MD
LG