د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتي شوراګانو د شکایتونو څیړل پای ته ورسیدل


د شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت
د شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت

د شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولایتي شورا د شکایتونو څیړنه یې پای ته رسولې او د پلټنو نتیجه یې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستوله.

ښاغلي سعادت وویل که څه هم دوی زیات کوښښ کړی او د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو پایلې دویم ځلي څیړلې دي،‌ خو ډاډه نه دی چې عدالت به تامین شوی اوسي.

د ښاغلي سعادت په وینا د ولایتي شوراګانو ټاکنې لکه د جمهوري ریاست د ټاکنو په څیر له درغلیو ډکې وې او هر نوماند په یو ډول نه په یو ډول کوښښ کړی چې درغلیو ته زمینه برابره کړي.

هغه زیاتوي چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو هم مهاله ترسره کیدل یوه ناکامه تجربه وه او باید په راتلونکې کې تکرار نه شي.

ښاغلي سعادت وویل چې په سیمه اییزو محلونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو مداخله، په تقلب باندې د کاندیدانو ډډه لګول، له مشخصو کاندیدانو نه د محلي ادارو ملاتړ، د دقیق نظارت نه شتون او هر کاندید ته یوازې د یوې رایې نه ورکول هغه څه دي چې درغلیو ته یې لار پرانیستې وه.

ښاغلی سعادت وايي "زیات ډاډه نه یو هغه عدالت چې باید تامین شوای وای، اوس تامین شوی اوسي په دې خاطر چې د جمهوري ریاست ټاکنو د ولایتي شوراګانو په ټاکنو سیاسي‌ ارزښت کم کړی دی او زیاته توجه جمهوري ریاست ټاکنو ته شوې ده".

د شکایتونو د کمیسیون د مشر عبدالستار سعادت په وینا د نورستان په ولایت کې د ولایتي شوراګانو د پایلو د بیا ځلي شمیرنې په برخه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییزه دفتر د چارواکو د نه همکارۍ له کبله د دوی کار ځنډیدلی وو او دوی اړ شول چې ددغه ولایت د ټاکنو د کمیسیون کارکوونکی له خپلې دندې لیرې کړي او خپل کار ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني همدغه خبري ناستې ته وویل چې زیاتره شکایتونو په کابل ولایت کې وو چې شمیر یې له ۹۰۰ څخه زیات وو.

د ښاغلي محسني په وینا دوی چې کومه پریکړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لیږلې ده په ۲۴ ساعتونو کې د ولایتي شوراګانو معترض کاندیدان کولای شي چې د دوی د پریکړې په هکله خپل اعتراض ثبت کړي.

همدا راز د ننګرهار، هرات او هلمند هم له هغو ولایتونو څخه دي چې پکې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو په هکله زیات شمیر شکایتونو ثبت شوي دي.

د شکایتونو کمیسیون له عدلي او قضايي بنسټونو څخه غواړي هر هغه چا چې په ټاکنو کې درغلۍ کړي او له اسنادو سره پړ وپیژندل شي تر جدي څار لاندې ونیسي.

د ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمې ورځې د افغانستان ۳۴ ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو ۴۵۸ څوکیو د ګټلو لپاره ۲۶۰۰ په شواخوا کې کاندیدان ولاړ وو چې تر ۳۰۰ پورې یې ښځې وې.

په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتونو د نفوسو په تناسب ۳۶۱ نارینه او ۹۷ ښخو لپاره د ولایتي شوراګنو څوکۍ ځانګړې شوي دي

XS
SM
MD
LG