د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ وال اقتصاد سیاسي بې باورۍ او تجارتي جنجالونو سوکه کړیدی


د نړۍ مشران د نړۍ والې اقتصادي غونډې پیل ته منتظر دي؛ سویتزرلند، داووس، د جنوري ٢٢ مه ٢٠١٩ م کال
د نړۍ مشران د نړۍ والې اقتصادي غونډې پیل ته منتظر دي؛ سویتزرلند، داووس، د جنوري ٢٢ مه ٢٠١٩ م کال

تقریبا درې زره سیاسی او اقتصادی مشرا ن د سویس په داووس نومی تفریحی سیمه کې راټول شویدی چی په نړۍ واله اقتصادی غونډه کې برخه واخلی.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په نړۍ واله اقتصادي غونډه کې برخه اخیستی ده. نن په سویس کې په نړیوالې اقتصادي ټولنی د گډون لپاره د سویس داووس ښار ته رسیدلی دی.​

دافغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
دافغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله به په سویس کې نړیوالې اقتصادي ټولنی ته پر وینا سربېره د افغانستان او سیمې په اړه په یو شمېر نورو مهمو غونډو کې هم برخه واخلي.

​نړۍ واله ټولنه د نړۍوال اقتصاد او ټولنیزو شرایطو د پرمختگ لپاره په نړۍ واله کچه کار کوي. دنړۍ اقتصاد پوهان خبرداری ورکوي چې سیاسی بې باوري او تجارتی جنجالونه نړۍ وال اقتصادی پرمختگ ته زیان رسولی شي.

ویني بیانیما د اکسفام نړۍ والې ادارې یوې چارواکې دغه پیغام ولوست: "د نړۍ سترو بډایانو، د نړۍ ځواکمنو او ستروسیاسی مشرانو! د زښت ډیر فقر د مخنیوي لپاره اقدام وکړئ، ځکه نور له چتې نه وتلی دی.

کسفام وايی بډایان د فقر لامل دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

کلاوس شواب د نړۍ داقتصادي ټولنی بنسټ ایښودونکی دامنی چی نړۍ وال اقتصاد یو شمیر خلک شاته پرېښي دي.

د نړۍ والې اقتصادی ټولنی له غونډې نه مخکې د نړۍ د سیاسی او اقتصادی چارو په اړه یوه سروې شوېده. سروې وايي د عامو خلکو او بډایانو ترمنځ طبقاتی توپیر زښت ډیر زیات شویدی. او عام خلک ډیر اندیښمن دي.

په دغه سروې کې داهم څرگنده شوېده چی پر سیاسی مشرانو باندې په نړۍ واله کچه بی باوری زیاته شوېده.

XS
SM
MD
LG