د لاس رسي وړ اتصالات

د اکوادور د زلزلې د مړو شمېر ۲۳۳ تنه ورسېد


د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې شاید تلفات زیات وي.
د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، چې شاید تلفات زیات وي.

په اکوادور کې د بېړنیو چارو مرسته کوونکي او ماموران تر زورورې زلزلې وروسته ځپل شویو سیمو ته ځانونه رسوي. اکوادرو د شنبې په ورځ ناوخته یوې زلزلې ولړزوله، د امریکا د ځمکې پېژندنې د سروې اداره وايي، چې د دغې زلزلې شدت ۷.۸ و.

چارواکي وايي تازه معلومات دا دي چې، په دغې زلزلې کط ۲۳۳ تنه مړه شوي دي او سلګونه نور ژوبل شوي دي. خو د ولسمشر لومړي مرستیال، جورج ګلاس وايي چې شاید تلفات زیات وي ځکه چې، د هېواد له نورو برخو نه لا هم معلومات راټولیږي.

زلزله پوره ۴۰ سکنټه وه او سلګونه نور کسان په کې ژوبل شوي هم دي.

خو ښاغلي ګلاس پر خپلو خلکو غږ وکړ، چې زغم له لاسه ورنکړي " دا مهمه ده چې د اکوادور خلک په دغه اضطراري حالت کې له زغم نه کار واخلي. "

راپورونه وايي، چې د زلزلې له کبله د جنوبي امریکا د دغه هېواد په ځینو سیمو کې تیلیفوني اړیکې هم زیانمنې شوې او برېښنا هم پرې شوې ده، همدغه راز د ګویاګویل په ښار کې یو سرحدي پل هم نړیدلی دی.

په مانټا کې هوايي پروازونه هم ټکني او ځنډني شوي دي، خو مرستیال ولسمشر وايي د ملي ګارد ځواکونه وتلي، چې عامه نظم ټېنګ کړي. د یوې سونامې وړاندوینه هم شوې ده، خو تراوسه یې په اړه کوم راپور ورکړل شوی نه دی.

په خپله ولسمشر، رافیل ګوریا، د زلزلې پر مهال په هېواد کې نه و. هغه په روم کې دی او د جمعې په ورځ یې د واتیکان په کنفرانس کې برخه واخیسته، مګر ویلي یې دي، چې هڅه کوي ژر تر ژره او تر یکشنبې پورې هېواد ته ستون شي.

XS
SM
MD
LG