د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د مسلمانانو د ماشومانو لپاره د زده کړې لارې کومې دي


په امریکا کې د مسلمانانو د ماشومانو لپاره د زده کړې لارې کومې دي
په امریکا کې د مسلمانانو د ماشومانو لپاره د زده کړې لارې کومې دي

په امریکا کې که له یوې خوا د مسلمانانو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي له بلې خوا په ټوله امریکا کې د اسلامي ښوونځیو او خدماتو مرکزونه هم په زیاتیدو دي.

امریکایي مسلمانان وایي چې پدغو ښوونځیو او مرکزونو کې ماشومانو ته د اسلام د دین په اړه سالمه او اساسي روزنه ورکول کیږي. خو په عین حال کې بیا انتقاد کوونکي دا ویره لري چې ښایي په ځینو دغو ښوونځیو کې به د مسلمانانو ماشومان د سخت دریزۍ د خطر سره مخامخ شي.

په امریکا کې د مسلمانانو لپاره ښوونه او روزنه تل زیات اهمیت لري او د نورو کورنیو په شان مسلمانانو ته هم دا حق ورکړل شویدی چې خپل ماشومان هر ډول ښوونځيږ ته چې غواړي ویې لیږي.

هغوي کولی شي چې خپل ماشومان حکومتي ښوونځیو ته ولیږي چې د مذهب روزنه پکې نه ورکول کیږي او یا کولی شي چې خپل ماشومان شخصي ښوونځیو ته واستوي او بله دا چې هغوي کولی شي د اونۍ د پای په ورځو کې خپلو ماشومانو ته دیني روزنه په کور کې ورکړي.

په امریکا کې د مسلمانانو لپاره یوه بله لار دا هم ده چې کولی شي خپل ماشومان هغو شخصي ښوونځیو ته واستوي چې دیني روزنه هم پکې ورکول کیږي. د واشنګټن د جورج ټاون په پوهنتون کې د تاریخ د څانګې پروفیسره یوني حداد وایي چې په اسلامي ښوونځیو او د امریکا په هغو ښوونځیو کې چې د کلیساګانو پورې اړه لري په نصاب کې یې هیڅ توپیر نشته.

" د امریکا په شمالي برخې کې په سل ګونه اسلامي ښوونځي شته دي چې د خپل ایالت پورې د اړوندو مضامینو لوست پکې کیږي. د هغوي د اجتماعیاتو، تاریخ، جغرافیې، ریاضي او ساینس د مضامینو په محتوا کې هیڅ توپیر نشته دی. د اسلامي ښوونځیو یوازینی توپیر دا دی چې زده کوونکو ته هره ورځ د یوه ساعت لپاره اسلامي روزنه هم ورکول کیږي. "

پروفیسره حداد وړاندې وایي کله چې په 2001 میلادي کال کې د سپټمبر د میاشتې په 11 مې نیټې تروریستانو د امریکا په څو ځایونو باندې بریدونه وکړل نو د امریکا سره دا پوښتنه پیدا شوه چې آیا په امریکا کې اسلامي ښوونځي به دلته د کورني تروریستانو د پیدا کیدو لپاره لاره هواره کاندي او که نه او بله دا چې آیا د دغو ښوونځیو شتون به د کورني امنیت لپاره کوم خطر پیدا کړي او که څنګه.

د امریکا د عامو خلکو د همدغو نظریو له مخې په امریکا کې د مسلمانانو لپاره یوه ستونزه پیدا شوه. په ښوونځیو کې د هغوي سره تعصب کیده او په مطبوعاتو کې به هم کله ناکله اسلامي ښوونځي د سخت دریزې د مفکورو سره تړل کیدل.

" پروفیسر حداد وایي چې په همدې خاطر زیات شمیر مسلمانانو خپل ماشومان د اسلامي ښوونځیو نه وایستل او هغوي یې په عمومي ښوونځیو کې شامل کړل، خو هغه وایي په ځینو ځایونو کې بیا پدې خاطر چې خپل ماشومان خوندي کړي، میندو او پلرونو خپل ماشومان د عمومي ښوونځیو نه وایستل او هغوي یې په اسلامي ښوونځیو کې شامل کړل. "

پروفیسر حداد چې د امریکا مسلمانانو ته د پوهنې په نامه د یوه کتاب په لیکلو کې یې همکاري کړیده، دا مني چې د امریکا د ولس تر منځ هغه اندیښنه مخ په زیاتیدو ده چې وایي په اسلامي ښوونځیو کې ماشومانو ته د څه شي لوست ورکول کیږي.

د منځني ختیځ یو تن تاریخپوه ډانیال پایپس چې د منځني ختیځ د جرګې مشر دی، وایي چې د امریکا په ځینو اسلامي شخصیو ښوونځیو کې زده کوونکو د داسو مضامینو لوست ورکول کیږي چې د سخت دریزۍ سره اړیکې لري.

" دا خبره زیاته ښکاره نده، د دغو ښوونځیو کتابونه په ښکاره ډول د لویدیځ، مسیحانو او یهودانو پر ضد دي او د اسلام د لوړوالي خبرې پکې دي. هغوي وایي چې اسلام یوازینی دین دی او ځیني وخت د داسې نظریو په اړه خبرې کوي چې له امله یې ستونزې پیدا کیږي او حتی کله نا کله ترویزم ته هم لمن وهي. د سعودي د اسلامي اکاډمۍ یو تن غوره زده کوونکی همدا اوس په زندان کې دی ځکه چې هغه د امریکا د پخواني جمهور رییس جورج بوش د وژلو هڅه کړې وه. "

پایپس وړاندې وایي چې زیات شمیر اسلامي ښوونځي د سخت دریزۍ نظریې خپروي او خپلو زده کوونکو ته داسې مفکوره ورکوي چې د هغوي په ژوند کې تر ټولو مهم شي د هغوي اسلامي هویت دی.

خو د مشیګن ایالت د ډربورن په ښار کې د امریکایي مسلمانو ځوانانو د اکاډمۍ مشر البرټ هارب بیا دا نه مني او داسې وایي:

" مونږ پخپلې اکاډمۍ کې د ایالت د نصاب سره سم مظامین تدریس کوو، او د دې سربیره خپلو زده کوونکو ته اسلامي ښوونه کوو او د بهرنۍ ژبې په حیث د عربۍ ژبې ښوونه هم کوو. مونږ دا غواړو چې خپلو ځوانانو ته اسلامي ښوونه او روزنه ورکړو او بله دا چې غواړو خپلو ځوانانو ته په امریکایي ټولنې کې د اسلام ښې او مثبتې لارې چارې وروښیو."

په امریکا کې د مسلمانانو د ښوونځیو د جوړونې او د اسلامي زده کړو لپاره د هلو ځلو نه وړاندې د یهودانو او کاتولیکانو ټولنو هم دا شان هڅې کړې وې. کله چې هغوي په لومړي ځل مذهبي ښوونځي جوړول پیل کړل د هغو سره هم خلکو کلک مخالفت درلود. کارپوهان وایي که په امریکا کې مسلمانان له یوې خوا دا هڅه کوي چې خپلو ماشومانو ته اسلامي روزنه ورکړي هغوي باید چې په عین وخت کې د امریکا ولس ته هم د اسلام په اړه د معلومات ورکولو لپاره خپلې هلې ځلې دوه چنده کاندي. هغوي باید چې امریکایان پدې پوه کړي چې خپل مذهب راتلونکو نسلونو ته څنګه انتقال کوي.

XS
SM
MD
LG