د لاس رسي وړ اتصالات

خبرې اترې: ناامنې سیمې او تعلیمي نصاب


خبرې اترې: ناامنې سیمې او تعلیمي نصاب
خبرې اترې: ناامنې سیمې او تعلیمي نصاب

یوې غیر حکومتي ټولنې د افغانستان هغو سیمو ته چې امنیت یې ښه ندی، نوی تعلیمي نصاب جوړ کړی دی.

د افغان بنسټ ټولنه چې د طالبانو د وخت یو شمیر لوړ پوړي چارواکي یې غړیتوب لري دا پروگرام پیل کړی دی.

دا نصاب چې د افغان بنسټ د ناامنو سیمو د ښوونځیو لپاره تیار کړی دی، لا نهايي شوی ندی.

د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر وکیل احمد متوکل هم ددغه نصاب په جوړوونکو کې شامل دی.

د خبرو اترو د چهارشنبې د ښوونې او روزنې په پروگرام کې ددغه نصاب او د افغانستان د ښوونځیو اوسني نصاب په اړه مقایسوي بحث وشو.

دا خپرونه د واشنګټن او د کابل د سټیډیوګانو څخه په مستقیمه بڼه خپریږي. په واشنګټن کې د خپرونې کوربه حسیب الکوزی او په کابل کې بهارت صابر وه.

د خپرونې میلمانه وو: آصف ننګ، د ښوونې او روزنې د وزارت د نشراتو رئیس او وکیل احمد متوکل، د طالبانو د وخت د باندنیو چارو وزیر

پروگرام دلته واورئ:

XS
SM
MD
LG