د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې جرګه د برمته شویو د خلاصون هڅې کوي


د ترانسپورټي شرکتونو خاوندان وایي چې د زابل په ولایت کې لس مسافر مخ پټو وسله والو برمته کړي دي
د ترانسپورټي شرکتونو خاوندان وایي چې د زابل په ولایت کې لس مسافر مخ پټو وسله والو برمته کړي دي

د زابل ولایتي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې لس برمته شوي مسافر د کوچیانو او هزارګانو د یوې ډلې د کوچنۍ ستونزې له امله برمته شوي دي.

د زابل محلي مقامات وايي چې پدې ولایت کې د یرغمل شویو مسافرو د خلاصون لپاره يې یو لیک تر لاسه کړی او په هغه کې د یرغمل شویو مسافرو دقیق شمېر هم په ډاګه شوی دی.

ددغه لیک پر اساس په زابل کې د یرغمل شویو مسافرو ټول شمېر ۱۰ تنه دی او د وسله والو طالبانو یو تن سیمه اییز قومندان دغه مسافر یرغمل کړي دي.

په زابل کي د ولسي مشرانو هغه جرګه چې ددغه مسافرو د خلاصون په هڅو بوخته ده وایي چې دا لس مسافر وسله والو طالبانو د کوچیانو د شکایت پر اساس بندیان کړي دي چې کوچیانو ته د ور اوښتي مالي تاوان د بیرته ور کړې غوښتنه کوي.

په زابل کي د ولسي مشرانو د هغې جرګې غړي چې د یرغمل نیونکو سره د خبرو لپاره له تیرو دوو ورځو راهیسې په خبرو بوخت دي وايي چې یرغمل نیونکو د ۱۰ واړه مسافرو بشپړ شهرت دوی ته په لیکلي بڼه ور کړی دی.

ددغو مشرانو د وینا له مخې د یرغمل شوو مسافرو اوه تنه یې د غزني او درې تنه نور یې د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي.

د دې جرګې یوتن غړي حاجي بهلول امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل چي یرغمل نیونکو د خپلو غوښتنو یو لیک ورته سپارلی او په بدل کې يې د مسافرو د خوشې کیدو خبره ورته کړې ده.

حاجي بهلول وویل چې د ملا تقوا په نوم د وسله والو طالبانو یوتن سیمه اییز قوماندان دوی ته په سپارل شوي لیک کې ويلي چي " د جوزا په میاشت کې د غزني د ناور په ولسوالۍ کې د کوچیانو څو رمې چي شمېر يې ۴۲۰ راسه پسونه ته رسیږي د هزاره قبيلې اړوند غیرې مسئولو وسله والو له ځان سره بولي او ۲ تنه يې شپانه يې هم ور ټپیان کړي ".

نوموړي قومي مشر زیاته کړه چي یرغمل نیونکو ورته داهم ويلي چي د ستونزې د حل لپاره کوچیانو څو ځله د غزني ولایتي ادارې، پارلمان او ځینو نورو ادارو ته هم مراجعه کړې وه خو ستونزه یې چا حل نه کړه.

د دې قومي جرګې یو بل غړي حاجي ولي محمد اشنا رادیو ته وويل چي په سیمه کې وسله والو طالبانو هم دوی ته ويلي چي کوچیانو ته مالي زیان رسیدلی، خو مسافرو ته به هیڅوک زیان ونه رسوي .

د زابل والي محمد انور خان اسحق له اشنا رادیو سره په خبرو کي وويل چي د ولسي مشرانو په منځګړیتوب هڅه کوي چي یرغمل شوي مسافر روغ رمټ ژر را خوشې شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG