د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د اعتراضونو د ختمولو هڅې روانې دي


د کابل د ګارنیزیون قوماندانۍ وايي، په دغه ښار کې د اعتراضونو د ختمولو لپاره هڅې روانې دي.
د کابل د ګارنیزیون قوماندانۍ وايي، په دغه ښار کې د اعتراضونو د ختمولو لپاره هڅې روانې دي.

سره له دې چې د افغانستان حکومت تیره ورځ په کابل کې پر غونډو او لاریونونو بندیز ولګوه، خو لا هم د دغه ښار په شیر پور سیمه کې اعتراضونه دوام لري.

د کابل د ګارنیزیون عمومي قومندان ګل نبي احمدزي امریکا غږ ته وویل، په کابل ښار کې د امنیتي ګواښونو کچه د پخوا په پرتله راټیټه شوې ده.

د جنرال احمدزي پر وینا، د افغانستان امنیتي بنسټونو د کابل ښار د امنیت ټینګولو لپاره کلک تدابیر نیولي او په دغه ښار کې د اعتراضونو د ختمولو لپاره هڅې روانې دي.

د ګارنیزیون عمومي قومندان په شیرپور سیمه کې د اعتراض کوونکو حضور ته په اشارې وویل "له بلې خوا له اعتراض کوونکو سره د تفاهم او د هغوی د قناعت د ترلاسه کولو لپاره خبرې روانې دي او داسې کومه ستونزه نشته، چې د ښار امنیت ته ګواښ وي."

ښاغلي احمدزي ډاډ څرګند کړ، چې د کابل ښار وضعیت مخ په ښه کیدو دی.

په کابل کې ښار کې د لاریون او اعتراضونو د قابو کولو لپاره، افغان ځواکونو د تیرې جمعې ورځې راهیسې افغان امنیتي ځواکونو، کلک امنیتي تدابیر نیولي او د ښار مرکزي برخو ته یې ټولې غځیدلې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

خو لا هم یو شمیر اعتراض کوونکي د دغه ښار په شیرپور سیمه کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي او وايي، تر هغې به له اعتراضه لاس وانخلي، چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

د هارون معترف په نوم یو اعتراض کوونکي امریکا غږ ته وویل، چې د دوشنبې په ورځ حکومت د اعتراض‌کوونکو مشرانو ته د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

هغه وویل "وړاندیز یې کړی، چې د اعتراض‌کوونکو له مشرانو سره مذاکره کوو، خو موږ اړتیا نه لرو له هغو کسانو سره، چې په خپله په فساد کې ښکیل دي او د هغوی د بې‌کفایتۍ له امله هره ورځ خلک وژل کیږي، مذاکره وکړو."

دا اعتراض‌کوونکي، چې د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د چهارشنبې ورځې خونړي برید د غندنې او په اړه یې د جدي پلټنې په پلمه د اعتراض په توګه په شیرپور کې خیمه لګولې، د ولسمشر او اجرائيه رئيس د استعفا سربیره د امنیتي سکتور د مسولینو د ګوښه کولو او د جمعې په ورځ د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ د نښتې په اړه د هراړخیزې څیړنې غوښتنه کوي.

د لاریون پر مهال د پولیسو او اعتراض‌کوونکو ترمنځ نښته کې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد علم ایزدیار زوی په ګډون ۵ تنه ووژل شول او د ۱۹ پولیسو په ګډون ۲۳ تنه ټپیان شول.

تیره ورځ د ښاغلي ایزدیار د زوی د جنازې په مراسمو کې درې پرله پسې ځانمرګي بریدونه وشول، چې په نتیجه کې یې اوه تنه ووژل شول او له سلو زیات ټپیان شول.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني له دغو بریدونو وروسته په یو ویډیویي پیغام کې وویل، چې په امنیتي بنسټونو کې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

ولسمشر غني وویل، ډیر ژر به په دې برخه کې اصلاحات راولي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د جمعې ورځې د لاریون د پېښې د څېړنو لپاره یې لازم چمتوالی نیولی دی.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې نن له غرمې مخکې د افغانستان د ولسمشر په مشرۍ په ارګ کې د ملي امنیت شورا په غونډه کې، له هغو کسانو سره پر جدي او قانوني چلند ټینګار شوی، چې تیره ورځ د سالم ایزدیار د جنازې د مراسمو د امنیت په ټینګښت کې یې بې غوري کړې.

د بیان له مخې په دې غونډه کې د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي وویل، چې د جمعې په ورځ د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتې د څیړلو لپاره لازم چمتووالی لري او ټولو اړخونو ته پام به دا پیښه په جدي توګه وارزوي.

XS
SM
MD
LG