د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې د سره صلیب د کارکوونکي د آزادولو هڅې روانې دي


سور صلیب د افغانستان په ډیرو ناامنو سیمو کې فعالیت کوي
سور صلیب د افغانستان په ډیرو ناامنو سیمو کې فعالیت کوي

تیره ورځ له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې په کندز ولایت کې ناپیژاندو وسله‌والو د سره صلیب د کمیټې یو شمیر غړي وتښتول او نامعلوم ځای ته یې بوتلل.

د سره صلیب د کمیټې د کارکوونکو دوه موټرې تیره ورځ د مزار شریف له ښار څخه د کندز ولایت په لور روان وو، چې د ناپیژاندو وسله‌والو له خوا ودرول شول.

د سره صلیب کمیټه وايي، ناپيژاندو وسله‌ولو د هغوی یو کارکوونکی له ځان سره بیولی او پاتې نور یې بیرته خوشې کړي دي.

په کابل کې د سره صلیب د کمیټې د مرکزي استازولۍ مشرې مونیکا زیناریلي ویلي "موږ د خپل همکار د مصونیت په اړه اندیښمن یو، موږ هڅه کوو چې پوه شو څه پیښ شوي دي او دا چې خپل همکار په خوندي توګه او پرته له کوم قید او شرط خوشې کړو."

زیناریلي دغه راز ویلي چې په مصونه توګه د خپل همکار د بیرته خوشې کولو په تړاو یې له مختلفو چارواکو سره اړیکې نیولي او د هغه کورنۍ ته یې هم خبر ورکړی دی.

خو د کندز د والي ویاند محمود دانش امریکا غږ ته وویل، چې د سره صلیب د کمیټې د یو بهرني کارکوونکي په ګډون څلور تنه د کندز ولایت په علي‌آباد ولسوالۍ کې د وسله‌والو کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د کندز د والي د ویاند پر وینا، لا تر اوسه روښانه نه ده چې د سره صلیب دا شمیر کارکوونکي د چا له خوا تښتول شوي دي.

د کندز پولیسو ویلي، چې تښتول شوی بهرنی د هسپانیې اوسیدونکی دی.

له دې مخکې هم د سره صلیب د کمیټې پنځه کارکوونکي د روان کال په دلوې میاشت کې د غزني ولایت له واغظ ولسوالۍ څخه د ناپیژاندو وسله‌والو له خوا تښتول شوي وو، چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب بیرته خوشې شول.

افغان چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی، چې د موسسو کورني او بهرني کارکوونکي دې له امنیتي ادارو سره له هماهنګۍ وروسته ناامنه سیمو ته سفر وکړي.

د سره صلیب کمیټه له دیرشو کلونو راهیسې په افغانستان کې د جګړې قربانیانو ته د روغتیايي آسانتیاو د برابرولو، حفظ‌الصحې او بشري حقونو په برخو کې فعالیت کوي.

دغه نړیوال بنسټ په افغانستان کې د لا زیاتو بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره خپله بودیجه په روان کال کې لس فیصده زیاته کړې ده.

XS
SM
MD
LG