د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د لسګونو امریکايي او مصري مبارزینو محاکمه پیل شوه


په مصر کې د لسګونو امریکايي او مصري مبارزینو محاکمه پیل شوه
په مصر کې د لسګونو امریکايي او مصري مبارزینو محاکمه پیل شوه

د مصر په پلازمېنې کې د شپاړسو امریکایانو په ګډون د ډموکراسۍ د لس گونو مبارزینو محاکمه پیل شویده. دغه امریکایان په هغو ۴٣ کسانو کې دي چې د بهر نه د غیر قانوني بسپنو په ترلاسه کولو او د خپلو مدني فعالیتونو نه پرته په سیاسي فعالیتونو تورن دي.

عیني شاهدان وایي چې ١٣ تنه متهمین نن په قاهره کې محکمی ته حاضر شول، خو دا څرگنده نه شوه چې کوم امریکایي هم په کی و کنه؟

ځینی تورن امریکان د وخته د قاهری نه وتلی دي او نورلا هم په په قاهرې کی د امریکا په سفارت کې دي.

دغه مسلې دامریکا او مصرترمنځ په داسی حال کی خړپړتیا نوره هم زیاته کړیده چې امریکا هڅه کوي چې د پوځي شورا سره اړیکی ټینگې کړی.

د مصر پوځی شورا تیر کال وروسته له هغه نه چې د مصر پخوانی ولسمشر حسن مبارک د واک ایسته شو، د چارو واګې ترلاسه کړ.

امریکایی مامورین وایي د اوباما اداره د مصر سره د دې بحران د حل کولو دپاره په جدي خبرو اترو اخته ده.

XS
SM
MD
LG