د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې روان تشدد او نړیوال عکس العملونه


د مصر پولیسو خبرداری ورکړی دی چې د حکومت ضد مظاهره کونو په مقابل کې به د خپل ځان د دفاع په خاطر د وسلو څخه کار واخلي. دا په داسي حال کې ده چې مظاهره کونکو ویلي دي چې خپله مبارزه به ونه دروي.

وروستي معلومات دا دي چې د جمعې په ورځ په مصر کې لږ تر لږه ۶ کسه د پولیسو سره په نښتو کې ووژل شول. پولیسو د مظاهره کونکو د ګډوډولو دپاره د ربړي مرمیوو او اوښکي بهونګي ګاز څخه کار واخیستی. عیني شاهدان وايي چې د مصر په قاهرې او نورو ښارونو کې یې د ډزو غږونه اوریدلي دي.

د اخوان المسلمین ګوند چې د معزول شوي ولسمشر محمد مرسي بیرته واک ته رسېدل غواړي، موقت حکومت نه مني او نن د جمعې په ورځ یې د یو ستر لاریون د دایرولو غږ کړی و.

د نورو مظاهرو د ترسره کېدو دپاره په داسې حال کې غږ پورته کېږي چې د مصر په غټو ښارونو کې د دویمې شپې دپاره پر ګذښت و ګذار باندې بندیز لګېدلی دی. په یادشویو ښارونو کې د مصر د قاهرې ښار هم شامل دی چې په دې ورستیو کښي په کښي زیات تاوتریخوالی وشو او د ۶ ساوه څخه زیات خلګ ووژل شول.

د قاهرې یو اوسیدونکی عبدالله د مصر د ورستیو انکشافاتو په هکله وايي بندیزونه یې قبول دي که چیرې په پای کې یې وضیعت نورمال حالت ستون سي.،،زیات شمیر خلګ د مصر د امنیتي ځواکونو د رارسېدو سره سم د کمپونو څخه وتښتېدل او زیاته اندازه وسلې یې تر شا پرېښودې. زیاته اندازه امنیتي اندېښنې موجودې دي او امنیتي اورګانونو ته د امنیت د تامین زیات مسولیتونه متوجې دي. پرته له شک مونږ تاوان ګالو ځکه د روانې وضعې له کبله کاروبارونه تړلي دي خو دا یو بیړنی وخت دی. که چیرې په یوې یا دوو میاشتو کې بیرته کاروبارونه پرانیستل کېږي او وضعیت ښه کېږي او غلاګانې و ترهګري بندیږي، نو مونږ ټول د وضع شویو بندیزونو ملاتړ کوو.،،


د یادونې وړ ده چې د بندیزونو برسیره د اسکندریې په ښار کې بیا هم د معزول شوي ولسمشر محمد مرسي پلویانو نښتې وکړې.

د محمد مرسي طرفداره او مخالفې ډلې یو بل ملامتوي

د مرسي طرفداره او مخالفې خواووې پر یوه بل باندې د روان تشدد پړه اچوي. د پنجشنبې په ورځ په سلګونو ماتم کوونکي د قاهرې ښار ته نژدې په یو جومات کې راټول شوي وو. د سلوا په نامه یوې ویر کوونکې ویل چې امنیتي ځواکونو پر بې وسلې مظاهره کوونکو برید کړی و.،، مونږ له ډبرو او لرګیو څخه بل څه په لاس کې نه درلودل. قسم په خدای چې دا ټول خبرې چې ګواکې مونږ وسلې درلودې، ناسمې دي. ما داسې څه نه دي لیدلي.،،

خو مخالفین بیا برعکس خبره کوي. هغوي وایي چې اخوان المسلمین او د هغوي پلویان د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو سبب شول، او باید د هغوي مخه ونیول سي. د حکومت یو کارکونکی فهیم حسن داسي وايي: ،، شاو خوا زر تنه پلویان راغلل، د ودانۍ دننه له کټارې واوښتل، پر ودانۍ یې ډبرې وروغورځولې، مونږ د ودانۍ له شا څخه خیز وکړ او هغوي د والي دفتر، نور دفترونه او د والي ټولې موټرې وسوزولې.،،

د مصر د موقت حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم پر اخوان المسلمین باندې تور ولګوی چې ددغه ګوند غړي پر پولیسو باندې ډزې کوي او له دې سره یې په ټول هېواد کې بې نظمي رامنځ ته کړې ده. نوموړي دا تور هم ولګوی چې مظاهره کونکي پر کلیساګانو او پر حکومتي ودانیوو باندې بریدونه کوي.


اوباما: ،،د مصر سره همکاري په معمول ډول پر مخ نسي تلای،،


مصري چارواکي پر اخوان المسلمین او ددغه ګوند پر حمایت کونکو باندې تور لګوي چې ترهګرۍ او سبوتاژ ته لمن وهي. په عین حال کې اخوان المسلمین بیا وايي چې مصر د پوځي استبداد پر لورې روان دی.

د مصر د پوځ د جنجالي عملیاتو وروسته چې د مظاهره کونکو پر ضد یې ترسره کړل او په سلګونو تنه خلګ په کښي ووژل شول، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د مصر د پوځ سره د امریکا ګډ نظامي تمرینات فسخه کړل. ،،زمونږ معموله همکاري په داسي حال کې چې د ملکیانو حقوق تر پښو لاندې کېږي او عام ملکیان په لارو کوڅو کې وژل کېږي ادامه نسي پیدا کوله.،،

د دفاع وزیر چوک هېګل وویل امریکا به د مصر سره پوځي اړیکو ته دوام ورکړي، خو خبرداری یې ورکړ چې د همکارۍ ځینې مهم عناصر له ګواښ سره مخامخ دي.

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د مصر له پوځي واکمنانو څخه په واري واري غوښتي دي چې د یو ډموکراتیک حکومت د جوړیدو په لور چې د ټول مصر مختلفې ټولنې په کښې برخه ولري، په چټکه اقدام وکړي.

د مصر د تشدد په مقابل کې نړیوال غبرګون

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم په مصر کې تشدد چې په کښي د ۶۰۰ څخه زیات خلګ ووژل شول وغندی. اخوان المسلمین وايي چې د تشدد تلفات څو زره تنه دي.


د اندونیزیا په څو ښارونو کې په زرګونو مظاهره کونکي د جمعې د لمانځه وروسته لارو کوڅو ته راووتل او په مصر کې یې د وینې تویدنې سمدستي بندېدل وغوښتل. اندونیزیا د نفوس له اړخه د نړۍ تر ټولو غټ اسلامي هیواد دی.

په ترکیې کې هم چارواکو د مصر پر پوځ باندې خپل انتقاد ته دوام ورکړ. ددغه هېواد ولسمشر عبدالله ګل وویل، په مصر کې چې څه کېږي هغه د اسلام او عربي نړۍ د پاره د شرم خبره ده. دا په داسي حال کې ده چې په ترکیې کې په سلګونو تنه ترکان لارو کوڅو ته راووتل او د مصر د معزول شوي ولسمشر محمد مرسي د پلویانو پر ضد یې خونړۍ ځپنې وغندلې.

د جرمني د باندنیو چارو وزارت خپلو ټولو اتباعو ته ویلي دي چې مصر ته دي د تګ څخه ډډه وکړي. جرمني دا هم اعلان کړه چې د مصر سره د ۲۵ میلونو ایرو مرسته فسخه کوي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ او د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل د اروپايي اتحاد د بهرنیو چارو د وزیرانو څخه غوښتي دي چې راتلونکې اونۍ دې د مصر د وضیعت په خاطر غونډه وکړي چې د مصر وروستي دوي په مصر کې د مزاکراتو د پیل او د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.
  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG