د لاس رسي وړ اتصالات

مصریان خپل لومړی ولسمشر ټاکي


په مصر کې رای ورکونکي نن د دویم ورځې دپاره د رای مرکزونه ته روان دي چې د خپل هېواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. رای ورکونکي د مبارک د وخت د پخواني صدراعظم احمد شفیق او د ایخوان المسلمین د ګوند د کاندید محمد مورسي ترمنځ یو د خپل ولسمشر په توګه ټاکي.

پرون د شنبې په ورځ د انتخاباتو په لومړۍ ورځ فضا دومره خوشحاله نه وه لکه د تیرې میاشتې په لومړي ځل انتخاباتو کې چې وه.

په مینځني ختیځ کې د امریکا غږ خبریاله الیزیبت اروټ وايي چې په داسي حال کې چې میانه روه کاندیدان د لومړي پړاو انتخاباتو په لړ کې د صحنې نه وایستل شول، مصري رای ورکونکي اوس ښايي د دواړو کاندیدانو ترمنځ په توپیر کولو کې ګیچ وي.

ټاکل شوې چې د مصر د لومړي ډیموکراتیک بریالي ولسمشر اعلان به د پنجشنبې په ورځ وشي خو غیر رسمي نتایج به د اونۍ په پیل کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG