د لاس رسي وړ اتصالات

مصر کې په یو جومات باندې په برید کې ٣٠٥ کسان وژل شوي


د سینا په ټاپووزمي کې د الروضه جومات
د سینا په ټاپووزمي کې د الروضه جومات

د مصر په سینا ټاپووزمي کې په یو جومات باندې په داسې حال برید شوی چې خلک د جمعې په لمانځه ولاړ وو.

مصري مقامات وایي د سینا ټاپووزمي په پروني برید کې د مړو شمیر ٣٠٥ تنو ته لوړ شوی دی. په مړو کې ٢٧ تنه یې واشومان دي.

د مصر امنیتي مقاماتو ویلي دي چې د سینا په ټاپووزمي کې د الروضه په جومات باندې برید کوونکو د داعش د ډلې بیرغ له ځانه سره لیږداوه.

خو تر اوسه د اسلامي دولت ډلې یا داعش او یا هم بلې کومې ډلې په رسمي توگه ددې برید د کولو مسؤلیت ندی منلی.

په یو تازه رپوټ کې د مصر پوځ ویلي دي چې ددې هیواد جنگي الوتکو د الروضه جومات په شاوخوا کې هغه نقلیه وسایط او په کې ناست کسان له منځه وړي چې د جمعې په ورځ یې پر دې جومات باندې د برید لپاره ترې استفاده شوې وه.

د مصر د اردو دغه ادعا په مستقله توگه نه شي تاییدای ځکه چې د سینا په ټاپووزمي کې خبریالانو ته د رپوټ کولو اجازه نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې دي چې د مصر لوی څارنوال ویلي دي چې د الروضه جومات پر عبادت کوونکو برید په بمي برید او ډزو کې د ٢٧ ماشومانو په گډون ټول ٣٠٥ تنه وژل شوي دي.

لوی څارنوال نبیل صادق، په اعلامیه کې ویلي چې په پیښه کې ١٢٧ تنه ټپي شوي هم دي.

همداشان ویل شوي دي چې شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ حمله کوونکو ځانونه د الروضه جومات ته رسولي وو او له ډزو دمخه د جومات شاوخوا یې کمین نیولی و.

مخکني رپوټونه:

د مصر دولتي خبري اژانس مینا دمخه د سینا ټاپوزمي د برید د مړو شمیر ٢٣٥ کسان ښودلی و او له هغه دمخه د مصر دولتي تلویزیون او خبري منابعو دغه شمیره شاوخوا ٢٠٠ ښودلې وه.

اژانس همداشان ویلي چې د ټپیانو شمیر او س شاوخوا ١٠٩ تنه دی.

د مصر امتنیتي مقامات وايي وسله وال په موټرو کې سپاره وو او په داسې حال کې یې د الروضه په جومات کې پر خلکو ډزې وکړې چې خطبه ویل کیدله.

د مصر د عامه روغتیا وزارت په ویبپاڼه کې ویل شوي چې په پیښه کې ٧٥ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید د کولو ادعا نه ده کړې.

یاغیان نه یواځې د مصر پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي، بلکه پر جوماتونو او کلیساه گانو یې هم بریدونه کړي دي.

د مصر امنیتي ځواکونه په سینا کې د اسلامي دولت د ډلې پورې د مربوطو یاغیانو پر ضد په مبارزه بوخت دي. په سینا کې یاغیانو په تیرو دریو کلونو کې په سلگونو پولیس او سرتیري وژلي دي.

د مصر جمهور رئیس پر الروضه جومات باندې د سخت دریځو برید محکوم کړی او دا کار یې "یو جنایت" گڼلی دی.

عبدالفتاح السیسی، په یوه تلویزیوني وینا کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرگنده کړه او وویل چې بریدگر به "بې سزا" پاته نشي او مصر به د ترهگرو پر ضد خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ هم د مصر برید غندلی او هغه یې "پر بې گناه عبادت کوونکو باندې د ترهگرو وحشتناکه او ډارنه" حمله بلې ده.

ښاغلي ټرمپ په پخل ټوټر کې لیکلي چې "نړۍ ترهگري نشي زغملای، مونږ باید هغوی د پوځي لارې مات کړو او د افراطیت مفکوره چې د هغوی د شتون اساس دی، باید بې اعتباره کړو".

XS
SM
MD
LG