د لاس رسي وړ اتصالات

د حسنې مبارک د واکمنۍ څو سترې واقعې


د مصر پخوانی دیکتاتور حسنې مبارک چې د پوځ لخوا یې ملاتړ کیده، پرون د شنبې په ورځ د مصر په یوې محکمې کې پدې تور په عمري قید محکوم شو چې د مظاهره چیانو د وژلو امر یې کړی.

په 1981 میلادي کال کې د مصر جمهور رئیس انور سادات د اسلامي ډلو لخوا د یوه پوځي نمایش پر وخت ووژل شو. حسنې مبارک چې د انور سادات په وخت کې د هغه مرستیال ؤ، په لاس کې ټپي شو او وروسته یې د مصر د ولسمشرۍ څوکۍ خپله کړله.

قدرت ته تر رسیدو وروسته، حسنې مبارک د جګړه مارو او اسلامي ډلو په خلاف قوي هلې ځلې پیل کړي او په 1981 کال کې یې په ملک کې اضطراري حالت اعلان کړل او د پولیسو د واک او قدرت ساحه یې هم پراخه کړله.

حسنې مبارک د خپلې واکمنۍ په لومړنیو شپو ورځو کې اعلان وکړ چې مصر د اسرائیلو سره د سولې د سولې د هغه تړون له مخې چلند کوي چې په 1979 میلادي کال کې جوړ شوی ؤ، مصر لومړنی عربي هیواد ؤ چې د اسرایلو سره یې دا تړون ومانه.

مبارک د اسرایلو او عربو تر منځ د سولې په پروسې کې هم د مهم منځګړي په توګه پوره هلې ځلې وکړلې او په همدې خآطر هغه په دوامداره توګه د امریکا پوخ انډیوال ؤاو امریکا ورته په میلیادرونو ډالرې مرستې هم ورکړلې.

د 1990 په لسیزه کې جګړه مارو ډلو بیا په مصر کې د یوه اسلامي هیواد د جوړولو په خاطر د مبارک په خلاف پاڅون وکړ. وسله والو کسانو هر ځآی په پولیسو بریدونه وکړل، سیاسي کسان یې ووژل او د بهرنیو هیوادونو په سیلانیانو یې هم حملې وکړلې چې د مصر لپاره د عاید یوه ښه منبع وه.

او په 1995 میلادي کال کې کله چې حسنې مبارک ایتوپیا ته په سفر تللی ؤ، اسلامي ډلو د هغه د وژلو کوښښ وکړي خو ناکامه شول. مبارک د دغو ډلو په خلاف سخت اقدامات پیل کړل، د دې ډله په زرګونه غړي یې ونیول او په 1997 میلادي کال یې د اخوان المسلمین ډله له پښو وغورځوله.

د حسنبې مبارک حکومت خلکو ته ډوډۍ، غوړي او تیل په ارازنه بیه ورکول خو کله چې په 2008 میلادي کال کې خلکو د ډوډۍ په خآطر مظاهرې وکړلې مبارک پوځي سیلوګانو ته اور واچاوه چې د خلکو چیغې وربندې کړي.

مبارک همدرانګه د ملک په اساسي قانون کې وخت په وخت داسې اصلاحات راوستل چې له مخې به یې د هغه واکمن ګوند هر وخت انتخابات ګټل. او د اخوان المسلیمن په ګوند باندېد په رسمي ډول دا بندیز ؤ چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

حسنې مبارک درې ځلې د جمهوري ریاست انتخابات وګټل او په عمومي انتخاباتو کې به یوازینی کاندید دی پخپله ؤ. په 2005 میلادي کال کې هغه د لومړي ځل لپاره داسې انتخابات په لاره واچول چې زیات شمیر کاندیدانو کولی شوی چې په پکې برخه واخلي. لس تنه کاندیدان ؤ، خو دا انتخابات هم د درغلیو ، ټګیو او د خلکو د تهدید کولو له مخې هغه وګټل.

په 2010 میلادي کال کې چې په پارلیماني انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ له وجې د اخوان السلمین ګوند چې په دویم ځلي انتخاباتو کې یې د خپلواکه کاندیدانو په توګه برخه اخیستې وه، د دغو انتخاباتو سره بایکاټ وکړ او خپل کاندیدان یې د انتخاباتي پروسې نه وایستل.

د 2011 میلادي کال د جنوري د میاشتې 25 نیټه وه چې په قاهرې کې په زرګونه خلکو د حکومت په خلاف ستره مظاهره وکړه او د پولیسو سره یې ښه سم اخ و ډب وکړ. دا په مصر کې د عربو د پسرلي په نامه د خلکو د پاڅون پیل ؤ چې پیل یې په تونس کې شوی ؤ.

مظاهره کوونکو په یوه خوله د حسنې مبارک د قدرت پریښودلو چغې وهلې.

درې اونۍ په ټول مصر کې سترې مظاهرې روانې وې او په همدې خاطر ښاغلی حسنې مبارک مجبوره شو چې د 2011 میلادي کال د فبروري د میاشتې په 11 می نیټې استعفاه وکړي او د ملک واک یې پوځ ته وسپاره.

د اپریل د میاشتې په 13 مې نیټې مصري چارواکو ښاغلی حسنی مبارک او دهغه دوه زامن داداري فساد او د مظاهره کوونکو د وژلو په تور ونیول. په هغوي باندې دا تور هم ؤ چې د خپل قدرت نه یې ناوړه ګټه اخیستې ده.

د هغوي د نیولو نه یوه میاشت وروسته، حسنبې مبارک په لومړي ځل د اداري فساد د الزامونو او دا چې د خلکو د وژلو دسیسه یې جوړه کړې وه، محکمې ته راوستل شو.

د ښاغلي حسنې مبارک محاکمه د اګست د میاشتې په 3 مې نیټې په قاهرې کې پرانیستل شوه خو هغه پرې لګول شوي ټول تورونه رد کړل.

د روان میلادي کال د فبروري د میاشتې په 22 مې نیټې کله چې د لومړي ځل لپار ه حسنې مبارک ته موقع ورکړل شوه چې د خپل دفاع په خاطر په محمکه کې خبرې وکړي، هغه دا غوښتنه رد کړله.

خو په پای کې نن د 2012 کال د جون د میاشتې په دویمې نیټې 84 کلن حسنې مبارک ته د عمري قید سزا واورل شوه. د هغه محکمه د پولیسو په یوې اکاډمۍ کې جوړه شوې چې د همدې اکاډمۍ نه په هیلوکوپتره کې د تورات زندان ته یوړل شو. پدې زندان کې د هغه دوه زامن او د هغه د رژیم پخواني غړي هم بندیان دي. په ځینو یې د بند سزا راختلې او ځیني نور یې دیته انتظار باسي چې د اداري فساد د تورونو محکمه به یې کله پیل کيږي.

XS
SM
MD
LG