د لاس رسي وړ اتصالات

مصر د پاڅون د کلیزې دمخه فیسبوک چلوونکي بندیان کړل


د جنورۍ په ٢٥ د مصر د ٢٠١١ کال د ولسي پاڅون کلیزه ده.
د جنورۍ په ٢٥ د مصر د ٢٠١١ کال د ولسي پاڅون کلیزه ده.

د مصر د ٢٠١١ کال د پاڅون د پنځمې کلیزې په درشل کې د مخالفینو د ځپلو په مقصد د مصر امنیتي ځواکونو د فیسبوک پاڼو ۴٧ چلوونکي بندیان کړي دي. ددې هیواد د کورنیو وزارت وایي دغه فیسبوک پاڼې د اخوان المسلمین د ډلې له لورې چلیدلې.

د مصر ولسي پاڅون چې د حسني مبارک دیرش کلنه واکمني یې ړنگه کړه په ٢٠١١ کال د جنورۍ د میاشتې په ٢٥ په مارشونو او لاریونونو سره پیل شو چې په عمومي توگه د ځوانو فعالینو له خوا د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو له لارې پلان شوی و.

په داسې حال کې چې ددغه پاڅون کلیزه رانژدې کیږي د مصر امنیتي ځواکونو د خلکو د راټولیدو د مخنیوي په مقصد یو شمیر فعالین نیولي او ټولنیز کلتوري مرکزونه یې تړلي دي. همداشان د حکومت له لورې گمارل شوي ملایان د اعتراضونو پر وړاندې وعظ کوي.

د مصر د کورنیو چارو وزارت ویاند ابوبکر عبدالکریم وایي " د دغو فسیبوک پاڼو چلوونکي د دولتي تاسیساتو ضد تحریکاتو او د اخوان المسلمین د مفکورۍ په پراخولو او همداشان د جنورۍ په ٢٥ د لاریونو د رابللو په تور، تورن شوي دي."

دا څرگنده نه ده چې ددغو ۴٧ فسبوکونو مدیریت څومره کسانو کاوه.

د اخوان المسلمین ډلې د ٢٠١١ کال له پاڅون وروسته په پارلماني او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پراخ بریالیتوب ترلاسه کړ.

په ٢٠١٣ کال کې وروسته له هغې پوځ ولسمشر محمد مرسي چې د اخوان المسلمین د ډلې غړی و له واکه وپرځاوه چې د هغه د واکمنۍ پر ضد پراخ اعتراضونه وشول. وروسته بیا مصري مقاماتو د اخوان المسلمین فعالیت چې د نړۍ زوړ اسلام پلوه غورځنگ دی، منع کړ.

XS
SM
MD
LG