د ایخوان المسلمین ګوند کاندید محمد مورسي د مصر د ولسمشرۍ په دویم ځل انتخاباتو کې بریالی اعلان شو. د تحریر په څلور لاره کې د محمد مورسي پلویان راغونډ شوي وو او د هغه د بریالیتوب په مناسبت یې خوشحالۍ کولې. خلګو د حسن مبارک د رژیم د راپرځیدو یو نیم کال وروسته د یو بدلون لمانځنه کوله.
د مصر د انتخاباتو کمیسون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې محمد مورسي ۵۲ په سلو کې رایې ګټلي دي او خپل سیال پخواني صدراعظم احمد شفیق ته یې ماتې ورکړې ده. محمد مورسی لومړی ولسمشر دی چې په مصر کې د آزادو انتخاباتو له لاري ټاکل کېږي.
ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتو رسمي نتایج معلوم شي خو د انتخاباتو کمیسون وویل چې دوي نور وخت ته اړتیا درلوده چې د دواړو کاندیدانو له خوا د درغلۍ د لګول شویو تورونو څیړنه وکړي.
د مصر چارواکو د قاهرې په سړکونو او مهمو تاسیساتو کې اضافی امنیتي پرسونل ځای پر ځای کړی دی.
د دواړو کاندیدانو پلویانو ګواښ کړی چې که چیري د دوي کاندید بریالی اعلان نشي نو غبرګون به وښيي خو تراوسه پوري د کوم تاوتریخوالي ریپوټونه نه دي راغلي.