د لاس رسي وړ اتصالات

په لسګونو زره مصریان د پوځي شورا د استعفی غوښتنه کوي


په لسګونو زره مصریان د پوځي شورا د استعفی غوښتنه کوي
په لسګونو زره مصریان د پوځي شورا د استعفی غوښتنه کوي

که څه هم چې د مصر واکمنې پوځي شورا مشرانو د خلکو ېو لړ غوښتنې ومنلې او په ځېنو امتېازاتو ورته قاېل شول خو نن دجمعې په ورځ بېا په لسگونو زره خلک نن د قاهرې د تحرېر په څلورلارې کې دېوې غټې احتجاجي غونډې لپاره راټول شوي دي.

هغوۍ واېې غواړي چې د واکمنې پوځي شورا غړو ته خپل دا څرگند پېغام ولېږي چې استعفا دې ورکړي. مظاهره چېانو شعارونه ورکول چې ازادي ازادي.

د نننۍ مظاهرې تنظېم کوونکو د د تحریر د څلور لارې په لورې د خلکودا حرکت د ېو مېلون انسانانو دمارش په نامه نومولی او مقصد ېې دادې چې په پوځي شورا باندې د قدرت د خوشې کولو لپاره فشار زېات شي.

مظاهره کوونکي واېې غواړي چې واکمنه پوځي شورا زر تر زره قدرت ېوه ملکي حکومت ته ور وسپاري.

له بلې خوا امرېکا هم ددغو خلکو سره خپل ملاتړ اعلان کړ. د سپېنې ماڼئ ېوه بېانېه واېې چې پوځي واکداران باېد دقدرت دانتقالولو پروسه گړندۍ کړي.

دفرانسې خبري اژانس د قاهرې نه رېپوټ ورکړ چې د تحرېر په څلورلاره کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو نه وروسته ملا امام په خلکو باندې غږ وکړ چې دخپلو غوښتنو د منلو د شېبې پورې دي مېدان نه خالي کوي.

له بلي خو ا پوځي شورا پرون د مصر ېو پخوانې صدراعظم، کمال گنزوي د نوي موقت صدراعظم په توگه ټاکلې دی. هغه به د عصام شرف ځاې ونېسي چې په روانه اونۍ کې د ولسي پاڅون نه وروسته ېې استعفا ورکړه. ښاغلی گنوزي د پخواني جمهور رېس حسنی مبارک په حکومت کې هم ېوه دوره د صدراعظم په توگه کا رکړی دی. نوموړی واېې غواړي چې د نجات حکومت تشکېل کړي خو داسې ښکاري چې دپوځي شورا دې وروستي اقدام ډېر خلک نه وي قانع کړي. د تېرو څو ورځو مظاهرو په دوران کې امنېتي ځواکونو ۴١ کسان ووژل او دروېټرز خبري اژانس نن راپور ورکړ چې اروپاېې اتحاد د ولس پر خلاف د پوځي شورا تشدد او تېرې وغنده او په چټکۍ او سرعت ېې ېوه ملکي حکومت ته د واک دورسپارلو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG