د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د څلورمې ورځې دپاره مظاهرې روانې دي


په مصر کې د څلورمې ورځې دپاره مظاهرې روانې دي
په مصر کې د څلورمې ورځې دپاره مظاهرې روانې دي

نن څلورمه ورځ ده چې مصري مظاهره چیانو په قاهره کې د پولیسو سره نښتې وکړې. مظاهره چیان غواړي چې ژر دي د جمهوري ریاست انتخابات وشي اوهمدا شان دي واکمنه نظامی شورا قدرت یو ملکي حکومت ته وسپاري.

د بلوا ضد سلگونو پولیسانو چې د کورنیو چارو د وزارت د ودانۍ امنیت یې ساته، ددې دپاره چې مظاهره چیان ودانۍ ته نژدې نه شي، اوښکی بیوونکی گاز او ربړی گولۍ استعمال کړې او هوایي ډزې یې وکړې.

دغه مظاهره چیان په دغه وزارت ملامتي اچوي چې د فوټبال په مسابقه کې یې د هغه جنجال مخه و نه شوای نیولی چې تیره اونۍ د لوبې نه وروسته پیښ شو او٧۴ کسه په کی ووژل شول.

مامورین وایي چې لږ تر لږه ١٢ تنه د قاهرې اود سویز په ښارونو کې وژل شویدی اودوه نیم زره نور خلک د پنجشنبې په ورځ ددغه تشدد د پیل کیدو راهیسي ټپیان شویدی.

ځیني مصریان فکرکوي چې په پورت سعید کې چې کومې نښتې وشوې په هغو کې د معزول جمهورریس حسني مبارک د حکومت پاتي کسانو لاس دی او د هغې دسیسی یوه برخه ده چې غواړي د قدرت د بیرته تر لاسه کولو دپاره گډوډي واچوي.

XS
SM
MD
LG