د لاس رسي وړ اتصالات

د الازهر امام: ډیرې ښځې کول د ښځو په حق کې "بې‌عدالتي" ده


د مصر د جامع الازهر جومات امام شیخ احمد الطیب
د مصر د جامع الازهر جومات امام شیخ احمد الطیب

د مصر د پیژندل شوي لوړپوړي روحاني څرگندونې چې د نارینو ډیرې ښځې کول یې د ښځو په حقوقو کې بې عدالتي گڼلې ده، جنجالي شوی دی.

ښاغلي طیب ویلي دي چې د ماندینو شمیر په اسلام کې محدود دی او د عدالت او انصاف تامین په کې لازمي دی. د هغه په وینا که نارینه ونشي کړای د خپلو ماندینو په منځ کې عدالت وساتي نشي کولای چې له یوې ښځې نه زیاتې میرمنې ولري.

د مصر د جامع الازهر جومات امام شیخ احمد الطیب، ویلي دي "هغوی چې وایي نارینه باید څو ښځې ولري، خبره یې سمه نده".

د مصر د الازهر امام ویلي دي چې د قرآن او د پیغمبر په سنتو نه باندې د پوهاوي نشتوالی د ډیرو ښځو د کولو د فرهنگ د رواجیدو سبب شوي دي.

د شیخ طیب خبرې چې د مصر د دولتي تلویزیون نه د جمعې په ورځ خپرې شوې او همداشان د هغه ټویټري پیغامونو په ټولنیزو شبکو کې پراخ بحثونو پارولي دي.

ښاغلي طیب په ټویټر کې لیکلي دي "ښځې د ټولنې نیمایي برخه دي. ښځو ته نه پاملرنه پدې مفهوم ده چې انسان په یوه پښه روان شي."

د مصر د ښځو ملي انجمن د شیخ طیب د خبرو هر کلی کړی او ویلي یې دي "اسلام د ښځو درناوی کوي، له هغوی سره په انصاف چلند کوي او هغوی ته یې بیشماره حقونه ورکړي دي چې له اسلام دمخه نه وو".

خو په مصر کې د ټولنیزو شبکو یو شمیر نورو کارونکو د ډیرو ښځو کول میړه نه لرونکو ښځو ته یوه حل لاره گڼلې ده.

په مصر کې د قوانینو له مخې میړه باید د دوهم واده پر وخت مقابل لورې د خپلې لومړنۍ ښځې په هکله خبر کړي. همداشان د واده کوونکي شخص لومړی میرمن د میړه د دوهم واده له خبریدو نه وروسته د یو کال په ترڅ کې د طلاق اخیستلو حق لري.

د ٢٠١٨ کال په می کې یو مصري قانون جوړونکي په پارلمان کې یوه لایحه وړاندې کړه چې د هغې په بنسټ هر مصری نارینه چې د خپلو مخکنیو ښځو په اړه له معلوماتو ورکولو پرته د بلې ښځې سره واده کوي باید زنداني شي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکو د شیخ طیب ملاتړ کړی دی او د ډیرو ښځو کول باندې یې د بندیز د لگولو غږ کړی دی.

خو د مصر د الازهر پوهنتون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د شیخ احمد څرگندونې په ډیرو ښځو کولو باندې د بندیز لگولو په مفهوم ندي.

XS
SM
MD
LG