د لاس رسي وړ اتصالات

مصر په لیبیا کې د اسلامي دولت د ډلې مرکزونه بمبار کړل


د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د داعش له خوا د قبطي مسیحیانو د وژنې په خاطر د مصر د مسیحانو له مذهبي مشر سره خپله خواخوږي څرگنده کړه.
د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي د داعش له خوا د قبطي مسیحیانو د وژنې په خاطر د مصر د مسیحانو له مذهبي مشر سره خپله خواخوږي څرگنده کړه.

د داعش لخوا د مصریانو د سرونو د غوڅولو د ویډیو تر خپریدلو څو ساعته وروسته، مصري الوتکو په لیبیا کې د هغوی روزنیز مرکزونه او وسله تونونه بمبار کړل.

جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي په یوه تلویزیونی وینا کې د سرونو پرې کول، د ترورزم یو کرکجن او وحشتناک عمل وبللو. هغه وویل "مصر د ځواب ورکولو حق لري. هر وخت او هر لاره چې مناسبه وبولي، د دغو قاتلینو او مجرمینو څخه به غچ واخلي. په هغوی کې د انسانیت ېوه نښه هم نشته."

په خپره شوي ویډیو کې د داعش یو مخ پټی وسله وال وایي چې ددې عیسویانو سرونه په مصر کې د قبطي عیسیوي کلیسا د دښمنۍ په ځواب کې پرې کوي. د مصر لس فیصده خلک عیسوي مذهبه دي او د پراخ تبعیض او گواښ سره مخامخ دي.

ډیر غریبکار مصریان د روزگار د پاره گاونډیو هیوادونو ته ځي. دغه ٢١ قبطي عیسوي مذهبه مصري کاریگرو هم په لیبیا کې مزدوري کوله. د مصر قبطي کلیسا په یوه اعلامیه کې په خپلو پیروانو غږ کړی چې پر خپل ملت اعتماد ولري چې له دې شیطاني دښمن څخه به ډیر ژر غچ واخلي.

داعش یا د اسلامي دولت ډلې، د ٢٠١۴ راهیسي د بیلابیلو هیوادونو د اتباعو څخه سرونه پرې کړي دي. تیره میاشت یې هغه اردنی پیلوټ ژوندی وسوځولو چې په سوریه کې یې د الوتکې د لویدلو نه وروسته نیولی وو او د دوو جاپانیانو څخه یې هم سرونه پرې کړل.

دا لومړی ځل دی چې دغې ډلې په عراق او سوریه کې د خپل نفوذ د ساحې څخه د باندې، په لیبیا کې داسي یو عمل وکړ. هلته ډیرې ډلې ټپلې دي او ښایي په دې ډلو کې داعش نفوذ کړی وي.

د لیبیا حکومت هم دغه کار وحشیانه وبللو او د حکومت ویاند وویل چې دا د ترهگرو لومړنی جرم نه دی. ویاند زیاته کړه "دا لومړی پیښه نه ده او دا جرم په لیبیا کې د ترورزم د خطر د زیاتیدو یو ښکاره ثبوت او تصدیق دی."

د لیبیا حکومت په ختیځ کې واک لري خو په مرکز تریپولي او ځینو نورو ښارونو کې د وسله والو په مرسته سخت دریځې ډلې حاکمې دي. د حکومت ویاند په لیبیا کې سخت دریځو وسله والو ډلو ته په اشاره وویل چې "د لیبیا اردو چې په بن غازي، درنا، سابراتا، او په تریپولي او سرت کې له کومو ډلو سره جنگیږي، دا هغه ډول ډلې دي، چې نړیوال متحدین په سوریه او عراق کې ورسره جنگیږي.

په لیبیا کې د قذافي د راپرځیدو راهیسي د مرکزي دولت واک کمزوری دی او نن سبا یوازي په جنوب ختیځ کې واک لري. مرکز د افراطي ډلو په واک دی.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې دغه عمل بزدلانه قتلونه بللي دي ویلي دي او ویلي دي چې د اسلامي دولت د ډلې وحشت حد نلري. په مصر کې د الازهر اسلامي پوهنتون هم ویلي دي چې دغه ډول قتلونه په هیڅ مذهب کې روا نه دي.

XS
SM
MD
LG