د لاس رسي وړ اتصالات

نن د افغانستان ترڅنګ ګڼو اسلامي هیوادونو کې کوچنی اختر دی


وسله والو طالبانو هم تېره شپه د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
وسله والو طالبانو هم تېره شپه د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

نن یکشنبه د مې ۲۴( غبرګولې ۴) د افغانستان په ګډون ګڼو اسلامي هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان پرون شنبه د میاشتې تر لېدو وروسته اعلان وکړ چې نن یکشنبه کوچنی اختر دی.

په دغه ورځ د نړۍ مسلمانان د اختر تر لمانځه وروسته یو او بل ته مبارکي ورکوي او یادې درې ورځې په خوښۍ او خوشالۍ سره لمانځي.

خو د افغانستان په ګډون نورو هیوادونو کې هم د کرونا ویروس رامنځته کېدو د سږني کوچني اختر لمانځل تر سیوري لاندې راوستي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت پرون شنبه له ټولو افغانانو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس پراخېدو او اخته کېدو د مخنیوي په هدف پخپلو کورنو کې پاتې شي او د اختر مبارکۍ لپاره د یو او بل کورنو ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

یاد وزارت ویلي که چیري په دغو درې ورځو کې خلک د اختر په مناسبت مېلمستیاو کې له ګډون څخه ډډه ونه کړي، د کرونا ویروس مثبتې پېښې به نورې هم زیاتې شي.

د حج او اوقافو وزیر هم له هغو افغانانو چې د کرونا ویروس علایم لري او یا له دغه ناروغۍ څخه ویره لري غوښتي چې د اختر لمانځه لپاره جومات ته له تګ څخه ډډه وکړي او لمونځونه دي په کورونو کې وکړي.

د اختر په مناسبت امنیتي تدابیر

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ په ټول افغانستان کې د کوچني اختر په مناسبت د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر داری ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پرون وویل چې د پولیسو څه باندې ۱۵۰زره منسوبین د کوچني اختر په ورځو کې د امنیت د خوندیتوب لپاره توظیف شوي دي.

بلخوا وسله والو طالبانو هم تېره شپه د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح لله مجاهد د مۍ په ۲۳(غبرګولي۳) په یو خپل ټویټر کې په خپرې شوې اعلامیې کې ویلي چې د اختر په ورځو کې به وسله وال طالبان د افغان حکومت تر نفوذ لاندې سیمو ته نه ورځي.

همدغه راز د طالبانو اعلامیه وايي‌ چې د دوی وسله وال به دفاعي‌ حالت کې وي او د افغان حکومت ځواکونو او اړوندو کسانو ته به هم اجازه نه وي چې په اختر کې د طالبانو تر نفوذ او اغیز لاندې سیمو ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ کال د زمري میاشتې پر ۲۳مه کوچني د اختر په مناسبت د افغانستان د حکومت د یو اړخیز اوربند له اعلان وروسته طالبانو هم د دریو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان حکومت او نورو نړیوالو بنسټونو له طالبانو څخه د اوربند غوښتنې کړې وې.

XS
SM
MD
LG