د لاس رسي وړ اتصالات

دایکنډي کې د طالبانو برید کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي


د دایکنډي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د دایکنډي والي سید انور سادات د «چنګاښ پر۷مه» امریکا غږ ته وویل، چې تېره شپه سلګونو طالبانو د یادې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی چې یو شمېر پوستې هم سقوط شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:"طالبانو تېره شپه شاوخوا یوه بجه د سیمه ییزو پولیسو پر څو امنیتي پوستو برید وکړ، نښته د سهار تر څلورنیمو بجو روانه وه، په دغه نښته کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي، یو شمېر امنیتي پوستې همه سقوط شوي، خو بېرته افغان ځواکونو نیولي دي."

هغه همدارنګه زیاته کړه چې په دغه نښته کې ۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ډایکنډي چارواکي وايي، چې وسله والو د ارزګان ولایت له چهارچینو ولسوالیو څخه پر کجران ولسوالۍ ډله ییزه حمله کړې وه.

سید انور سادات که څه هم وايي، چې طالبان تر برید وروسته پر شا تمبول شوي، خو زیاته یې کړه چې د بېرته برید په اړه یې اندېښنې موجودي دي.

د دایکنډي د ولایتي شورا غړي رحمان بلوچ بیا امریکا غږ ته وویل، چې اوس هم د دغه ولسوالۍ په قلعه بالا دشت او حیدر بیګ سیمه کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښتنه روانه ده.

هغه وویل:"طالبان په چهارچینو ولسوالیو کې ځای پر ځآی دی، او پر کجران ولسوالۍ د بیا برید پلان لري، که مخه یې ونه نیول شي یو ناورین به رامنځته شي".

طالبانو د یاد برید د مسؤلیت په منلو سره ویلي، چې په کجران ولسوالۍ کې یو کنډک او دوې امنیتي پوستې نیولي او د یو قوماندان په ګډون یې ۸ سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG