د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې پر افغان پولیسو د هوايي برید په اړه ضد او نقیض راپورونه


د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې په یوه اشتباهي هوايي برید کې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه تېره شپه د «غوايي پر ۲۶مه»د لښکرګاه ښار د ۱۰ کلیو مترۍ ختیځ لور د خاورو په امنیتي پوسته سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې تېره شپه شااوخوا ۸ بجې لومړی طالبانو د پوليسو پر یوه مرکز برید وکړ چې تازه دمه پوليس سیمې ته د تګ په حال کې وو چې هم د وسله والو سره په جګړه اوښتي او هم په سیمه کې هوايي برید شوی دی.

ده وويل:"تېره شپه نږدې ۸ بجې وسله والو د پوليسو پر یوه مرکز ډله ییز برید کړی وو چې د شهرا د کنډک د قومندان په مشرۍ تازه دمه سرتیري سیمي ته د تګ په حال کې وو چې د وسله والو د یوه نیول شوي کمین سره په جګړه اوښتي وروسته په سیمه کې هوايي برید هم شوی زموږ ګڼ شمېر پوليس شهیدان او ټپیان شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

نوموړي زیاته کړه چې یو نظامي پلاوی په دې اړه څېړنې کوي چې پولیسو ته یاده مرګ ژوبله له طالبانو سره جګړه او که هوايي برید کې اوښتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د نهرسراج په تانکۍ امنیتي پوسته لومړی طالبانو برید کړی چې وروسته پر وسله والو مخالفینو د قاطع ملاتړ ځواکونو په هوايي برید کې ګڼ شمېر طالبان وژل شوي دي.

نوموړي لیکلي:"د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې جگره کې ۸تنه پولیس شهیدان شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي."

رحیمي هم ویلي دا چې یاد افغان سرتېري هوايي برید او که طالبانو سره نښته کې وژل شوي څېړنې پيل شوي دي.

خو د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاءالله افغان امریکا غږ ته وویل، برید د نړیوالو ځواکونو لخوا شوی چې پرمهال یې ۱۷ افغان پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له مرکز کابل څخه یو پلاوی په دې اړه ټاکل شوی تر څو معلومه کړي چې د یاد برید کوردینات چا روکړي دي.

هغه وویل:"د هلمند ولایت د همږغۍ مرکز وايي، چې دوی په دې اړه نه کوردینات ورکړي، نه مو معلومات ورکړي او نه مو د مرستې غوښتنه کړې ده، چې په دغه سیمه کې جنګ دی چې د افغان سرتېرو ملاتړ وکړئ."

یوې بلې امنیتي سرچینې هم امریکا غږ ته وویل، چې په دغه بمبار کې د ۶۰۱ نمبر شاهراه قوماندان سمونوال ګران حبیب او د ارکان رئيس دوهم څارن غلام سعید په ګډون ۹ سرتیري وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

طالبانو هم رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، چې په یاد هوايي برید کې ګڼ شمېر افغان سرتېري وژل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو هم تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG