د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: بدخشان کې ناپېژنده ناروغي نه ده پیدا شوې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو درېیو اونیو کې د بدخشان ولایت په یمګان ولسوالۍ کې اته ماشومان د موسمي ناروغیو له امله مړه شوي دي.

د دغه وزارت سلاکار وحیدالله مایار وویل، چې دا ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي او په بدخشان کې یې د ناپېژندې ناروغۍ د پیدا کېدو په اړه راپورونه رد کړل.

د ښاغلي مایار پر وینا، د دغو ماشومانو د مړینې په اړه د راپورونو له نشرېدو وروسته د روغتیا وزارت له کابل د بدخشان له مرکز څخه د یمګان ولسوالۍ خپل صحي ټیمونه واستول.

د روغتیا وزارت سلاکار وویل، د صحي ټیمونو موندنې ښيي چې د سینې ناروغي، تور ټوخی او نورې موسمي ناروغۍ د دغو ماشومانو د مړینې لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه، چې د بې‌وزلۍ له امله اکثره کورنۍ په ژمي کې په یوه کوټه کې ویده کېږي او له همدې امله د موسمي ناروغیو د سرایت لپاره زیاته زمینه برابرېږي او ماشومان ورباندې اخته کېږي.

د روغتیا وزارت سلاکار دغه راز وویل، چې یو شمېر کورنۍ د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته پر وخت مراجعه نه کوي، چې له امله یې ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د بدخشان ولایت د افغانستان یو له سړو سیمو څخه بلل کېږي، چې د ژمي په موسم کې د ولایت یو شمیر ولسوالیو ته تګ راتګ ستونزمن کېږي، چې له همدې امله د روغتیا وزارت د ژمي له پیلېدو څخه وړاندې دغه ولایت ته درمل رسولي دي.

ښاغلي مایار زیاته کړه، چې تراوسه په بدخشان ولایت کې د هیڅ ډول شکمنې ناروغۍ پېښه ثبت شوې نه ده.

په ورته وخت کې د بدخشان د روغتیا ریاست، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره، له چین او تاجیکستان سره په پوله کې صحي ټیمونه ګومارلي دي ترڅو د هغو کسانو روغتیايي معاینات وکړي، چې افغانستان ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG