د لاس رسي وړ اتصالات

د کابینې اتو وزیرانو نن کار پیل کړ


تېره اوونۍ افغان پارلمان یوازې اتو وزیرانو ته د بارو رایه ورکړه او پاتې نور ټول نوماند وزیران یې رد کړل.
تېره اوونۍ افغان پارلمان یوازې اتو وزیرانو ته د بارو رایه ورکړه او پاتې نور ټول نوماند وزیران یې رد کړل.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د کابینې په هغو اتو وزیرانو کې چې تېره اونۍ یې له پارلمان نه د باور رایې واخېستې او نن یې په خپلو وزارتونو کې په کار پیل وکړ د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران، د ماليي، معادن او پطرولیم، حج او اوقافو، د کلیو پراختیا، د کډوالو چارو او د عامې روغتیا وزیران شامل دي.

اجرائي رئيس عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ددغه وزارت کارکوونکو ته معرفي کړ او د هغه د معرفۍ په غونډه کې یې وویل چې د افغانستان بهرنی سیاست لا هم له لوړو او ژورو سره مخ دی او د ملي یووالي د حکومت په وړاندې یو - دوه ګواښونه نه بلکې زیات ګواښونه پرمخ کې پراته دي.

اجرائي رئيس وویل‪"‬ وویل شول چې د بهرني سیاست لارې اوارې شوي دي، خو زه فکر کوم چې لا هم د بهرني سیاست په مخ کې لوړې او ژورې پرتې دي.‪"‬

ښاغلي عبدالله وویل د کابینې پاتې وزیران به پارلمان ته معرفي کړي او له پارلمان نه یې وغوښتل چې تر غور او دقت وروسته دې د ملي یووالي د حکومت د سرپرستۍ حالت پای ته ورسوي.

اجرائي رئيس وویل د کابینې په بشپړېدو به یو موټی کار کوي. هغه دا هم وویل چې د ملي یووالي حکومت ته پاتې میراث اسان ندی.

بل لورته د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل د افغانستان بهرنی سیاست به تدوین کړي، او د تصویب لپاره به یې پارلمان ته ولیږي.

ښاغلي رباني وویل د ولسمشر د بهرني سیاست په پنځو واړو حلقو به کار کوي، له ګاونډیو هیوادونو سره به د باور جوړونې روحیه ژوندۍ کوي، د ګډو تهدیدونو سره به د سیمې په کچه ګډ کار وکړي.

ښاغلي رباني وویل ‪"‬مونږ ثابت تدوین شوی بهرنی سیاست غواړو، چې زمونږ ملي منافع تامین کړي، مونږ هغه بهرنی سیاست نه غواړو چې په غبرګونونو ولاړ وي، داسې بهرنی سیاست د هیواد په ګټه ندی.‪"‬

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې مخکې د سولې د عالي شورا رئيس و، وویل له اسلامي نړۍ سره په راتلوونکو کلونو کې د اړیکو د لا پراخېدو او پياوړې لپاره به پراخې هڅې وکړي.

تېره اونۍ ولسي جرگې یوازې اتو وزیرانو ته د بارو رایه ورکړه او پاتې نور ټول نوماند وزیران یې رد کړل.

اجرائي رئيس پدې غونډه کې پدې ټینګار وکړ چې نوي نوماند وزیران چې پارلمان ته به یې معرفي کوي، زیات به پرې دقت وکړي.

ښاغلي عبدالله دا ډول د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ددغه وزارت کارکوونکو ته وپېژنده، نوي کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د معرفۍ په غونډه کې وویل د امنیت د ښه کولو لپاره به په نوي پلانونو او ستراتیژيو کار وکړي.

هغه وویل چې امنیت وضعیت به څېړي او د امنیتي وضعیت د څېړنې په اساس به امنیتي طرحې ترتیب کړي.

نورالحق علومي وویل چې د ملي پولیسو لیکې باید مسلکي، غیری سیاسي وي، هغه زیاته کړه، چې د کابل ښار او نورو لویو ښارونو او د لویو لارو امنیت یې د کار په لومړیتوبونو کې دی.

علومي وویل هغه افسران چې په احتیاط کې دي، هڅه به وکړي چې دوی د یوه میکانیزم له لارې په کار وګماري.

دا لانده معلومه چې پاتې نوماند وزیران به کله ولسي جرگې ته د بارو د رایې د اخېستو لپاره معرفي شي، خو ولسي جرگې له وړاندې ویلي چې هغه نوماند وزیر به و نه مني، چې دوه ګونی تابعیت ولري

XS
SM
MD
LG