د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر په نړیدلي تونل کې ۸ نور مړي هم وموندل شول


د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې ژغورونکو شنبه مې ۲۱ (غوایي۳۱) د اتو نورو کسانو مړي هم پیدا کړل او پدې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمیر چې تر اوسه یې جسدونه پیدا شوي ۹ تنو ته ورسید.

دغه تونل چې د همالیا په غرونو کې یوې لویې لارې د جوړیدو برخه ده د پنجشنبې په شپه ونړید او ګڼ شمیر کارکوونکي پکې دننه ګیر پاتې شول.

ژغورونکو د یو کار ګر مړی د جمعې په ورځ وموند او د یو بل پسې لا هم لټون روان دی.

په سیمه کې د اضطراري چارو د ادارې یو چارواکي عامر علي مطبوعاتو ته ویلي چې ژغورونکي د دې پاتې کارګر د مړي او ژوندي د پیدا کولو لپاره د درنو ماشینونو څخه کار اخلي خو تر اوسه یې ندی میندلی.

چارواکو ویلي چې نړیدلی تونل وړوکی و چې د اصلي تونل لپاره د هوا د ورتګ او وسایلو د رسولو لپاره ترې کار اخیستل کیده. پدې دواړو تونلو په یو وخت کې کار روان و.

د هند حکومت د کشمیر د سرینګر او جمو سیمو د نښلولو لپاره د همالیا پدې غرونو کې یوه لویه لار جوړوي چې ګڼ شمیر پلونه او تونلونه یې هم یوه برخه ده. حکومت ویلي چې دا لویه لار ستراتیژیکي اهمیت لري.

هند د ۲۰۱۹ د اګست په میاشت کې د کشمیر محدوده خودمختاري لغوه کړه چې له کبله یې ځینې مخالفتونه وشول او زرګونه معترضین ونیول شول

د هند حکومت وايي د کشمیر محدوده خودمختاري یې ځکه لغوه کړه چې هلته پانګونې او پرمختګ ته لاره پرانیستل شي چې د څو لسیزو جګړو او نا امنیو له کبله دا کارونه نه دي شوي او په تاوتریخوالي کې یې زرګونه کسان وژل شوي دي.

دا مهال په جمو او کشمیر کې د هند شاوخوا ۵۰۰زره امنیتي ځوکونه دیره دي او له دې پلوه دا په هند کې تر ټولو لویه پوځي سیمه بلل کېږي.

په سیمه کې امنیتي چارواکي وايي چې د کشمیر د خودمختارۍ له ختمېدو وروسته هلته تاوتریخوالی کم شوی، خو بیا هم له ۲۰۱۹ راپدیخوا لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه وژل شوي چې امنیتي ځواکونه، اورپکي او ولسي خلک په کې شامل دي.

هندي چارواکي وايي لا هم د کشمیر ځینې ځوانان له اورپکو ډلو سره یو ځای کېږي چې د ا منیتي‌ ځواکونو په مقابل کې جنګېږي. اورپکو تېره اوونۍ د هند د امنیتي ځواکونو په یو بس باندې لاس بم ګوزار کړ چې یو پولیس افسر په کې ووژل شواو د چارواکو په خبره په متقابلو ډزو کې دوه مشکوک ترهګر هم ووژل شول

XS
SM
MD
LG