د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي هوايي ډګر کې ۸ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیول شوي


چارواکي وايي، د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق په قضیو کې زیاتوالی راغلی دی.
چارواکي وايي، د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق په قضیو کې زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې د کابل د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه د مخدراتو د قاچاقبرانو د نیولو په کچه کې بې‌ساری زیاتوالی راغلی دی.

د دغه مرکز د مطبوعاتو رئیس احمد خالد موحد امریکا غږ ته وویل، پولیسو په تیره یوه اونۍ کې ۲۲ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي، چې له دې شمیرې اته تنه یې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

هغه وویل "موږ د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه په میزان میاشت کې شپږ قضیې درلودې، په عقرب او قوس میاشتو کې مو اته اته قضیې درلودې، خو اوس د جدي میاشتې په لومړۍ اونۍ کې اته قضیې لرو، دا شمیرې جدي زیاتوالی ښيي."

د ښاغلي موحد پر وینا، دغه شمیره د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د مخدره موادو د قاچاق په قضیو کې زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړه، دغو نیول شویو کسانو غوښتل نږدې شپږ نیم کیلوګرام هیروئین د حامکرزي له هوايي ډګر څخه هندوستان ته قاچاق کړي.

د ښاغلي موحد پر وینا، د حامدکرزي هوايي ډګر له لارې بهرنیو هیوادونو ته د مخدره موادو د قاچاق د مخینوي لپاره، په وروستیو کې جدي تدابیر نیول شوي او پولیسو ته پرمختللي تجهیزات ورکړل شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دغو تدابیرو او تجهیزاتو په نتیجه کې له هوايي ډګرونو څخه د مخدره موادو د قاچاق امکان خورا کم شوی او هغه کسان چې له دغې لارې څخه په استفادې د مخدره موادو قاچاق کوي، پولیس یې نیسي او د قانون منګولو ته یې سپاري.

د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، د تازه بدلونونو پر بنسټ د هوايي ډګرونو له لارې د مخدره موادو قاچاق قضیې، چې په هره کچه وي، دروند جرم ګڼل کیږي او دغه مرکز یې د څیړلو صلاحیت لري.

XS
SM
MD
LG