د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې اته ځانمرګي بریدګر وژل شوي


په کندهار کې دا اته ځانمرګي بریدګر په دوه جلا پیښو کې وژل شوي دي
په کندهار کې دا اته ځانمرګي بریدګر په دوه جلا پیښو کې وژل شوي دي

د کندهار ولایت امنیتي مسئولین وايي، د دغه ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې کې تیره ورځ ناوخته د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اوه تنه ځانمرګي برید کوونکي او د هغوی پنځه لارښوونکي وژل شوي دي.

د کندهار ولایت امنیتي مسئولین وايي، تیره ورځ ناوخته افغان امنیتي ځواکونو د دغه ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په وچ باغتو سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې ۷ تنه ځانمرګي برید کونکي او د هغوی ۵ لارښوونکي وژل شوي دي.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دُراني امریکا غږ ته وويل دا عملیات یې وروسته له هغې ترسره کړل چې یو تن پلي ځانمرګي بریدکوونکي د شاه وليکوټ ولسوالۍ په وچ باغتو سیمه کې د سیمه يیزو پوليسو پر یوې پوستې برید وکړ او ۴ تنه پوليس یې ټپیان کړل.

هغه زیاته کړه چي له دې پېښي وروسته افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کي د پاته ۷ تنو ځانمرګو برید کونکو د اوسیدو ځای په نښه کړ.

د کندهار د پوليسو ویاند وايي چي وژل شویو ځانمرګو برید کونکو غوښتل چې په وچ باغتو سیمه کې د سیمه‌ييزو پوليسو ۳ پوستې له منځه یوسي او وروسته نور دولتي بنسټونه په نښه کړي .

دغه راز، په یوه بله پېښه کې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې تیر ماښام ناوخته وسله‌والو طالبانو د یوه کلي ملا امام له یرغمل نیونې وروسته وواژه.

د کندهار د پوليسو ویاند وايي، وژل شوی ملا امام له دولت سره هیڅ ډول اړیکه نه درلوده او په سیمه کې یې ځايي خلک سوله‌ییز ژوند ته رابلل.

وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG