د لاس رسي وړ اتصالات

٨۴ کلنې امریکایي ورزشکارې اوه مدالونه وگټل


امریکایي ٨۴ کلنه ورزشکاره فلورنس فیلیون میلر
امریکایي ٨۴ کلنه ورزشکاره فلورنس فیلیون میلر

٨۴ کلنې امریکایي ورزشکارې فلورنس فیلیون میلر د نړۍ د مسنو او ډېر عمر لرونکو ورزشکارانو په سیالیو کې چې تیره اونۍ په پولنډ کې وشوې د ٨٠ کالو عمر په کتگورۍ کې څو مدالونه وگټل.

میرمن میلر د نړۍ د پوخ عمره ورزشکارانو د اتلتیک پدغو لوبو کې د سرو زرو اوه مدالونه وگټل.

هغې د امریکا ملي رادیو یا ان پي آر سره په مرکه کې وویل چې د دریو نورو ښځو سره یوځای یې د ٨٠ کلنو په کتگورۍ کې نوی نړیوال ریکارډ ټینگ کړی دی.

میرمن میلر په ٦٠ کلنۍ کې کله چې د پوخ عمره ورزشکارانو په نیزې باندې د ټوپ وهلو لوبې کتلې ددغې ورزشي برخې د تمرین په اړه یې فکر وکړ. هغې وویل چې "هغوی دومره لوړ ټوپ نشو وهلی. نو ما له ځان سره وویل چې زه له هغوی څخه دغه کار ښه کولای شم".

فلورنس فیلیون میلر په ٦٥ کلنۍ کې پر نیزه باندې د ټوپ وهلو ورزش پیل کړ. خو له هغې دمخه هغه د اوبو پر مخ د سکې حرفوي ورزشکاره وه.

هغه اوس هم په اونۍ کې پنځه یا شپږ ورځې په ورزشي تمرینونو تیروي.

XS
SM
MD
LG