د لاس رسي وړ اتصالات

سرپل ولایت کې د ښوونځیو ۸۰ زده کوونکې مسمومې شوي


تصویر د دغې پېښې نه دی
تصویر د دغې پېښې نه دی

د سرپل په ولایت کې د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي په دوو جلا پیښو کې د ابتدائیه ښوونځیو نږدې ۸۰ زده کوونکې تر مسموم کیدو وروسته په روغتون کې بستر شوېدي.

د دې ولایت د پوهنې رئیس محمد رحماني یکشنبه جون ۴ (غبرګولي۱۴) مطبوعاتو ته ویلي چې دا پیښه د سنګچارک په ولسوالۍ کې شوې خو پدې هکله یې څه ندي ویلي چې د ښوونځیو دا زده کوونکې څه ډول مسمومې شوي او څه ډول مواد ورکړل شوي.

ښاغلي رحماني دا هم ندي ویلي چې د ښوونځیو دې زده کوونکو ته د زهرجنو موادو خوړولو وروسته څه ډول زیان رسیدلی خو دومره یې ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې روانې دي.

د پوهنې رئیس د پیښې په هکله اسوشیتډپرس اژانس ته وویل، " دا دواړه لومړني ښوونځي یو بل سره نږدې دي او دواړه یې یو په بل پسې په نښه شوي. مونږ مسمومې شوې زده کوونکې روغتون ته وړي او اوس ښې دي."

ښاغلي رحماني وویل د لومړنیو معلوماتو څخه داسې څرګندیږي چې کوم چا د "کینې" له وجې درېیم شخص ته پیسې ورکړي چې په ښوونځیو دا ډول بریدونه وکړي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

رحماني دا هم ندي ویلي چې د مسمومو شویو زده کوونکو عمرونه څومره دي خو یوازې دومره یې ویلي چې د لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې زده کوونکي پکې شاملې دي.

د پوهنې رئیس پرته لدې چې د کوم چا یا ډلې نوم واخلي چې شک پرې دی پدې پیښه کې لاس لري وویل چې مشکوک شخص دا کار د کینې له کبله کړی.

ګمان کیږي چې دا د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې په کابل کې طالبان بیا واک ته رسیدلي او لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونې د ښوونځیو څخه منع دي، لومړی ځل دی چې په ښوونځیو دا ډول بریدونه کیږي.

د طالبانو د پوهنې وزارت یا کوم بل جګپوړي چارواکي تر دې دمه د پیښې په هکله څه ندي ویلي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

په دغو محدودیتونو کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې د نجونو په زده کړو بندیز، په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز، ښځې او نجونې پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته د تللو څخه منع کول، د محرم پرته سفر محدودیونه او هم په غیردولتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د ښځو او نجونو په کار بندیزونه شامل دي.

د طالبانو سرپرست حکومت تر اوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پيژندلی.

XS
SM
MD
LG