د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانۍ: په انتخاباتو کې هیچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوو


هوا علم نورستانۍ لومړۍ ښځه ده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره شوه
هوا علم نورستانۍ لومړۍ ښځه ده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشره شوه

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نوې مشره حوا علم نورستانۍ وايي پر ټاکنو او د ټاکنو پر کمیسیون باندې به بیا د خلکو باور او اعتماد وشي.

میرمن نورستانۍ امریکا غږ ته د سه شنبې په ورځ ( مارچ ۵) وویل، د ټاکنو په کمیسیون کې اصلاحات، د ولسي جرګې د پاتې وکیلانو د رایو د وروستیو پایلو اعلان او د غزني ولایت د ټاکنو لپاره چمتووالی يې د کار لومړیتوبونه دي.

هغې دا هم وويل هڅه به یې دا وي چې پر ټاکنو او ټاکنیزو کميسيونو خلک باوري کړي او په خبره یې هيچاته به اجازه ورنکړي چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون په کارونو کې مداخله وکړي.

دا لومړی ځل دی چې يوه ښځه د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشره ټاکل کيږي.

د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونو نویو غړو د دوشنبې په ورځ ( مارچ ۴) د ولسمشر په حضور کې لوړه وکړه او رسماً یې خپل کار پیل کړ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:00 0:00

XS
SM
MD
LG