د لاس رسي وړ اتصالات

د غني او عبدالله انتخاباتي ټیمونه په ټاکنیزو سرغړونو تورن کړل


د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیمونه په ټاکنیزو سرغړونو تورن کړل.
د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیمونه په ټاکنیزو سرغړونو تورن کړل.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیمونه په انتخاباتي سرغړونو تورن کړي او د بیا تکرار په صورت کې یې دغو ټیمونو ته د نغدي جریمې اخطار ورکړی دی.

دغه کمیسیون وایي، چې ښاغلي غني او عبدالله په ټاکنیزو سیالیو کې دولتي امکانات کارولي دي.

د دغه کمیسیون ویاند او منشي محمد قاسم الیاسي د پنجشنبې پر ورځ ( زمري ۱۰ مه ) خبریالانو ته وویل، چې د'دولت جوړونې' او' ثبات او همپالنې' ټاکنیزو ټیمونو د په خپله ګټه، له دولتي مالي منابعو څخه استفاده کړې او یوشمیر دولتي لوړ پوړو چارواکي هم د دوې په ټاکنیزو غونډو کې ګډون کړی دی.

ښاغلي الیاسي وویل، چې د ټاکنو د قانون پراساس د دوی دغه کړنې انتخاباتي سرغړونې ګڼل کیږي.

ښاغلي الیاسي وویل "د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د رایو په اتفاق دا پریکړه کړې، چې هر یو د دولت جوړونکي ټیم ( ښاغلي غني ټیم) او ثبات او همپالنې ټیم ( ښاغلي عبدالله ټیم) ته د ټاکنو د قانون د ۳۰ مې مادې پر اساس، چې سرغړونه یې کړی ده، جدي اخطاریه صادره شي".

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د قانون او کړنلارو پر اساس، د کمپاینونو او انتخاباتي منډو ترړو په وخت کې د "صدراعظم، دریم مرستیال او..." القابو کارول هم ټاکنیزه سرغړونه ګڼل کیږي.

د شکایتونو خپلواک کمیسیون وایي، چې که هر کله کوم کاندید د دوی اخطاریه جدي ونه نیسي او ورته پاملرنه ونه کړي، نغدي جریمه کیږي او د کمپاین موده یې هم کمیږي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم ویاند فریدون خوځون امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه د دوی ټیم په رسمي توګه کومه اخطاریه نه ده ترلاسه کړې.

ښاغلي خوځون وویل، چې د دوی ټیم نه یوازې دا چې له دولتي امکاناتو څخه یې استفاده نه ده کړې، بلکې په دغه برخه کې یې له دولت جوړونې ټیم څخه شکایت هم ثبت کړی دی.

له ډیرو هڅو وروسته ونه توانیدو د ښاغلي غني انتخاباتي ټیم سره په دې اړه خبرې وکړو.

له دې وړاندې د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا، چې له څو کاندیدانو جوړه ده، ویلي وه چې، اندیښنه لري، چې یو شمیر کاندیدان په ټاکنیزو منډو ترړو کې له دولتي امکاناتو څخه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG