د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون عبدالله ته: د نیټو ټاکل زموږ کار دی


اجرائیه رئیس د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار لومړۍ غونډې ته په وینا کې ددغه کمیسیون په بې پریتوب ټینګار وکړ
اجرائیه رئیس د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار لومړۍ غونډې ته په وینا کې ددغه کمیسیون په بې پریتوب ټینګار وکړ

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس د چار شنبې په ورځ په کابل کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار د پیلیدو پر مهال وویل، دا کمیسیون دنده لري چې ژر تر ژره په ټاکنیز سیسټم کې د اصلاحاتو پر راوستلو کار پیل کړي او د پارلماني ټاکنو لپاره نیټه وټاکي.

عبدالله عبدالله د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له غړو څخه وغوښتل، چې د وخت کموالي ته په کتو خپلې چارې په چټکې ترسره کړي.

ښاغلي عبدالله وویل "که څه هم د کمیسیون کار ناوخته پیل شو او ناوخته پیل په دې معنی ده چې ستاسې کار څو چنده زیات دی نو په زیات جدیت او پشتکار باید تاسې کار وکړئ، چې د تیر وخت جبران هم تاسې وکړئ، د ټاکنو له نیټې څخه نیولې د اصلاحاتو د کار تر پیله دا ټول هغه مسولیتونه دي چې ستاسې په غاړه دي".

اجرائیه رئیس ډاډ څرګند کړ چې د ټاکنیزو اصلاحاتوکمیسیون به په سمه او شفافه توګه خپلې چارې پرمخ بوځي.

خو د ښاغلي عبدالله دې څرګندونو ته په غبرګون کې دافغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه غړي وویل چې د ټاکنو د نېټو ټاکل او اعلانول٬ دټاکنو د کمیسیون واک دی.

د کمیسیون غړي محمد عزیز بختیاری امریکا غږ ته وویل چې د ټاکنو د چارو سمبالښت د قانون له مخې د ټاکنو د کمیسیون کار دی. هغه وویل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون په اړه د ولسمشر غني په فرمان کې هم دا ندي ویل شوي‌ چې دغه کمیسیون به د راتلونکو ټاکنو نیټه اعلانوي.

چټک اصلاحات

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون رئیس شاه سلطان عاکفي وویل، کمیسیون به په خورا دقت او چټکۍ سره خپلې چارې سمبالې کړي او له لاسه تللی وخت به جبران کړي.

ښاغلي عاکفي وویل چې هغوی به په خپلواکه توګه په ټاکنیز سیسټم کې اړین او لازمي اصلاحات راولي او د کوم چا یا ډلې لپاره به کار ونکړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو دکمیسیون رئیس ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان د ملي ګټو په پام کې نیولو سره به د کمیسیون چارې سمبالې کړي.

هغه وویل "د دې لپاره چې وخت جبران شوی وي، موږ به هڅه وکړو چې په لازم دقت او لازم سرعت سره خپلې چارې ترسره کړو، زموږ باور دا دی چې دا کمیسیون د کوم شخص او یا کومې ډلې او یا کوم بل کمیسیون لپاره کار نه کوي، بلکې دا کمیسیون د افغانستان په ټاکنیز سیسټم کې د لازمي او ضروري اصلاحاتو د راوستلو په خاطر د دې لپاره کار کوي چې راتلونکې ټاکنې پرته له لانجو دایر شي."

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په داسې حال کې په کار پیل وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سرطان میاشتې په ۲۵مه نیټه د شاه سلطان عاکفي په مشرۍ دغه کمیسیون ته ۱۳ غړي وټاکل.

له هغې مخکې افغان ولسمشر ویلي وو چې د یوې میاشتې په موده کې به د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون غړي او د پارلماني ټاکنو موده هم اعلان کړي.

د افغانستان ولسي جرګه چې د کار موده يې د سرطان میاشتې په لومړۍ نیټه پای ته ورسیده د افغان ولسمشر لخوا په یو ځانګړي فرمان کې د پارلماني ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې وغځول شوه.

ټاکل شوې د ولسي جرګې غړي د ۴۵ ورځو لپاره سبا پر دوبنیو رخصتیو لاړ شي.

XS
SM
MD
LG