د لاس رسي وړ اتصالات

څارونکې ادارې:ټاکنیزو اصلاحاتو سره دوه ګونی چلند کیږي


د فیفا او ټیفا مشران وايي، روان وضعیت مدني ټولنې او خلک په اندېښنه کې اچولي دي
د فیفا او ټیفا مشران وايي، روان وضعیت مدني ټولنې او خلک په اندېښنه کې اچولي دي

د افغانستان د ټاکنو دوه څارونکې ادارې فیفا او ټیفا وايي، له ټاکنیزو اصلاحاتو سره د ملي یووالي حکومت دوه ګونی چلند کوي او ددې حکومت د رهبرۍ په منځ کې اختلافات شته دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا او د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ ټيفا چارواکو نن په کابل کې خبریالانو ته وویل د ټاکنیزو اصلاحاتو په تړاوو داسې هڅې کیږي، ترڅو د ملي یووالي د رهبرانو د پخواني توافق په خلاف نوې تګلارې پيل شي.

د فیفا او ټیفا مشران وايي، روان وضعیت مدني ټولنې او خلک په اندېښنه کې اچولي دي، او داسې هم لیدل کیږي، چې له اوسني وضعیت او د ټاکنو د موجوده کمیسیونونو سره راتلوونکې ټاکنې ترسره شي.

د ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وویل ‪"‬که اصلاحات را نه وستل شي او د برحاله ټاکنیزو بنسټونو سره د ولسي جرګې راتلوونکې ټاکنې ترسره شي، نو دا به لویه تېروتنه وي.‪"‬

د ټیفا مشر وویل یوازې سیاسي خبرې کیږي، هڅې کیږي، چې په همدې نظام او په همدې وضعیت د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کړي، که داسې وشي، نو له هیواد، ډیموکراسۍ او ټاکنو سره لویه جفاء ده.

فیفا او ټیفا وايي، د ټاکنیزو اصلاحاتو نېټه دې مشخصه شي، لومړني اقدامات دې واخېستل شي، او په ټاکنیزو اصلاحاتو کې دې د ټاکنو د کمیسیونونو غړي نه ښکېلوي.

دوی وايي، د ټاکنو اصلاحات سره باید تخنیکي چلند وشي، نه دا چې سیاسي او دولتي وي.

د فیفا اجرائیوي رئيس محمد یوسف رشید وویل فیفا او ټیفا د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره طرحه هم چمتو کړې ده او تیار دي، چې د حکومت رهبرۍ ته یې وسپاري.

فیفا، ټیفا وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو مهالوېش دې په ډاګه شي، ترڅو له همدا اوس نه ورته تیاري که امنیتي وي او که لوژستیکي ورته ونیول شي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ وویل چې ولسمشر غني ټاکنیزو اصلاحاتو ته ژمن دی او ژر به ددغو اصلاحاتو راوستو لپاره اقداماتو وکړي.

ولسمشر غني تېره پنجشنبه خپل دوهم مرستیال سرور دانش ته دنده سپارلې ترڅو د مدني ټولنې او د ټاکنو د کمیسیون د غړو په سلا مشورو د ټاکنو د اصلاحاتو مسائل تشخیص کړي.

ارګ ویلي وو، چې د مدني ټولنې له خوا طرحې هم ورته سپارل شوي دي، د مدنې ټولنې، سیاسي حزبونو او د ټاکنو له متخصصینو سره تر لازمو سلا مشورو وروسته به پدغو اصلاحاتو لاس پورې کړي.

د تېرې اوونۍ له پيله دا څوم وار دی، چې فیفا، ټیفا، ایوا او د ټاکنیزو بنسټونو ګډولې اکسین د اصلاحاتو غږ کوي، خو نه هم ولسمشرۍ ماڼۍ او نه هم د اجرائيه رئيس دفتر ددغو اصلاحاتو د کله پېلېدو خبره کړې ده

XS
SM
MD
LG