د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې جګړه؛ کابل ته د تاجیکستان وارداتي برېښنا قطعه شوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، په بغلان ولایت کې د نښتو له امله کابل او نهو نورو ولایتونو ته د تاجیکستان وارداتي برښنا قطعه شوې ده.

د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي نن جمعه اګست ۱۳( زمري ۲۲) امریکا غږ ته په یو لېږلي غږیز پیغام کې وویل چې د تاجیکستان د وارداتي برېښنا یو لین د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د مرمۍ لګېدو له امله پرې شوی، خو وايي چې د بیرته وصلولو هڅې روانې دي.

ښاغلي نیازي زیاته کړه چې اوس مهال د کابل لپاره برېښنا له داخلي منابعو او د ازبکستان له ودراتي برښنا څخه برابریږي، خو په خبره یې پروان، کاپیسا، پنجشېر، خوست، پکتیا، غزني، میدان وردګ او لوګر ولایتونه برښنا نلري.

نوموړي زیاته کړه: "د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ ټيم هڅه کوي چې د جګړې په پاى ته رسېدو او د امنيتي حالت په ښه کېدو سره سيمې ته لاړ شي او د برېښنا پرې شوى مزى بيرته ترميم او وتړي."

د بغلان مرکز پلخمري تر سقوط وروسته د تیرو دوو ورځو راپدېخوا د خنجان ولسوالۍ په ځینو برخو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې افغان ځواکونو د دغه ولسوالۍ زیاتې برخې بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولي او اوس مهال د دواړو لورو ترمنځ نښتې روانې دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند همدارنګه وویل چې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په ځينو ولایتونو کې د انرژۍ زېربناو ته زیات زیانونه رسېدلي دي.

ښاغلي نیازي زیاته کړه: "په کندز او بغلان ولایتونو کې زېربناو ته زیانونه اوښتي، خو تر دا مهاله په دې اړه کره معلومات نشته."

تر دې مخکې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ د نښتو له امله او د ناڅرګندو کسانو لخوا په ماینونو د وارداتي برښنا پایو ویجاړولو له امله کابل او یو شمېر ولایتونو ته برښنا پرې شوې وه.

XS
SM
MD
LG