د لاس رسي وړ اتصالات

سالنګ کې د ستنو ترمیم؛ کابل ته وارداتي بریښنا بیا قطع شوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان برښنا شرکت دغه هیواد ته د ازبکستان د وارداتي برښنا د قطع کېدو خبر ورکوي او وايي چې دغه ستونزه به ژر هواره شي.

د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي د چهارشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دوهمه) خبریالانو ته وویل چې د کابل په ګډون لس نور ولایتونه به تر درې ورځو برښنا ونلري.

نوموړي زیاته کړه: "د افغانستان د برښنا شرکت د تخینکي ټيم د ارزونو له مخې په سالنګ کې د برېښنا د درې تخریب شویو پایو بیا جوړېدل دا ایجابوي چې وارداتي برښنا د ۷۲ ساعتونو لپاره قطع شي."

نوموړي وویل چې دغه پرېکړه په سالنګونو کې د برښنا پایو د ژر جوړېدو په هدف شوې، ترڅو د برښنا شرکت کار کوونکي وکولای شي خپل کار په ښه ډول وکړي.

د افغانستان د برښنا شرکت د ویاند په وینا دوی به په دغه درې ورځو کې د روغتونونو او د اکسیجن د تولیدونکو شرکتونو لپاره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه برابره کړي.

دوه اونۍ مخکې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په «اهنګرانو» سیمه کې د ازبکستان د وارداتي برښنا دوې پایې په ماینونو والوزول شوې.

د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې د هیواد په شمال کې د وارداتي برښنا پر پایو د ماین چاودنې زیاتوي شوي چې له امله برښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د افغانستان برښنا شرکت وویل چې د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د جګړې له امله د وارداتي برښنان یو لاین قطعه شوي دی.

د شرکت د معلوماتو په اساس د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله تر دا مهاله د برښنا شرکت کار کوونکي د دغه غوڅ شوي لاین په بیرته وصلېدو نه دي توانېدلي.

XS
SM
MD
LG