د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان افغانستان ته خپل صادراتي برېښنا ۶۰سلنه کمه کړې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان برېښنا شرکت وايي ازبکستان دغه هیواد ته په وارداتي برېښنا کې ۶۰ سلنه کموالی راوستلی دی.

یاد شرکت نن چهارشنبه جنورۍ ۱۲ (مرغومې ۲۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ‏‎ازبکستان دغه کار د افغانستان برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته کړی دی.

یاد شرکت ویلي چې ‏‎د ازبکستان چارواکي د برېښنا کمښت تخنیکي ستونزې یادوي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي: "دوی وایي د دغه هیواد په تیلې مرجان سټېشن کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او دوی پرې کار کوي چې له کبله یې افغانستان ته د وارداتي برېښنا په لېږد کې کموالی راوستلی دوی وايي دغه ستونزه به د دوه یا دریو ورځو په ترڅ کې حل شي."

‏‎د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د ازبکستان د وارداتي برېښنا د کموالي له امله د ١٦ ولایتونو برېښنا ټکنۍ شوې او له اوږدمهاله پارچاويو سره مخ شوي دي.

دا په روانه میاشت کې دوهم ځل دی چې ازبکستان د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته خپل صادراتي برېښنا کموي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت تیره میاشت له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې د وارداتي برېښنا قرارداد تمدید کړ.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG