د لاس رسي وړ اتصالات

ازبکستان افغانستان ته په موقتي ډول د خپلې برښنا صادرات نیمايي کم کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان برښنا شرکت وايي، په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله افغانستان ته له دغه هیواده وارداتي برښنا ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د برښنا ریاست نن چهارشنبه ډسمبر ۲۹ (مرغومې اتمه) ویلي چې له دې امله به د کابل په شمول پنځلس ولايتونه د نن ورځې تر پايه د برېښنا پرچاوۍ له ستونزې سره مخ وي.

د افغانستان برښنا شرکت زیاته کړې چې افغانستان ته له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا د کمېدو ستونزو لنډ مهاله ده او په خبره یې په یاد هیواد کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه به ډير ژر هواره شي.

د دوی په وینا د برېښنا شرکت مسؤلین د ازبکستان د برېښنا له چارواکو سره په اړیکه کې دي ترڅو دا ستونزه ژر ترژره حل شي.

د برښنا شرکت د معلوماتو په اساس افغانستان دا مهاله ۱۶۰۰ میګاواټه برښنا ته ضرورت لري، خو دغه هیواد د خپلې اړتیا شااوخوا ۷۰ سلنه برښنا له ګاونډیو هیوادونو ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او ۳۰ سلنه نور له خپلو داخلي منابعو څخه برابروي.

د ژمي په رارسېدو او هوا په سړېدو سره د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر نورو لویو ولایتونو کې د برښنا پرچاوي زیاتیږي چې له امله یې خلکو ته ستونزې جوړي شوي دي.

د محمد بقا په نوم د کابل ښار یو دوکاندرا امریکا غږ ته وویل چې له تیرو څو اونیو، په سیمه کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې او په خبره یې د شپې له طرفه یې د څو ساعتونو لپاره برښنا نلري.

هغه زیاته کړه: "زموږ برښنا په ورځ کې دوه یا درې ساعته وي، خو کله چې په شپه کې برښنا ته ضرورت لرو زموږ برښنا قطعه کیږي او موږ په تیاره کې پاتې کیږو."

د شېر زمان په نوم د کابل ښار یو بل اوسېدونکي د افغانستان د برښنا له شرکت څخه وغوښتل چې دغه ستونزې ته رسیدګي وکړي. هغه زیاته کړه چې د کابل اوسېدونکي تل له دغه ستونزې سره مخ دي او برښنا شرکت یې تر دا مهاله په اړه اساسي اقدام نه دی کړی.

د نوموړي په وینا د دې سره سره چې هره میاشت د برښنا بیلونه تحویلوي، خو په ژمي کې زیاتې شپې او ورځې له برښنا څخه بې برخې وي او له هغه څه سمه استفاده نشي کولای.

خو د افغانستان برېښنا شرکت تجارتي رئیس عبدالرحمن رحماني د روانې ډسمبر میاشتې پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته وویل چې مالي ستونزو او د واردتي برېښنا پورونو دا شرکت له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د وارداتي برښنا په میلیونونو ډالره قرضداره دی چې په وینا یې یوه برخه کې د پخواني حکومت په چارواکو پوري اړه لري.

ښاغلي رحماني همدارنګه وویل چې افغان سیاسیون، پخواني چارواکي، زورواکي، صنعتکاران او سوداګر بیا د برښنا بیلونو نه تحویلولو له امله د برښنا شرکت ۲۶ میلیارد افغانۍ پوروړي دي.

دا په داسې حال کېده چې د افغانستان لپاره د تاجکستان د وارداتي برښنا تړون د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې وغزول شو.

​د افغانستان د برښنا شرکت په وینا دغه تړون د افغانستان د برښنا د عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امين او د تاجکستان د برق تاجک شرکت د رئیس اسماعيل زاده ترمنځ په دوشنبې ښار کې لاسلیک شو.

د برښنا شرکت ریاست ویلي، هغه قرارداد چې د روان کال جولای څخه تر ډسمبر پوري د سياسي تحولاتو له امله د ځنډ سره مخ شوی و، هم لاسليک شو.

XS
SM
MD
LG