د لاس رسي وړ اتصالات

توحیدي: بغلان کې د ناامنیو له امله د بریښنا جوړولو کار ځنډول شوی


د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکي وايي، چې د دغه شرکت تخنیکي ډلې ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې، چې په بغلان ولایت کې د بریښنا تخریب شوې ستنه بیا ورغوي.

د بریښنا شرکت ویاند وحید‌الله توحیدي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په سیمه کې د ناامنیو له امله د هغوی تخنیکي ډلې ته د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د ښاغلي توحیدي پر وینا، د بریښنا شرکت تخنیکي ډله هڅه کوي، چې د سپین‌ږیرو په منځګړیتوب سیمې ته وردننه شي او د بریښنا ستنه ورغوي.

هغه وویل "یو لړ اقدامات شوي دي، خو تراوسه کومې نتیجې ته نه یو رسیدلي، زموږ هڅه دا ده چې لومړی په موقت ډول بریښنا ونښلوو، په اساسي ډول د بریښنا د ستنې بیارغول له څلورو ورځو څخه زیات وخت نیسي".

ښاغلي توحیدي زیاته کړه، په موقت ډول د بریښنا د مزو نښلول شاوخوا اته ساعته وخت نیسي، خو د ناامنیو له امله تراوسه د هغوی تخنیکي ډله لاس په کار شوې نه ده.

وړمه شپه شاوخوا درې بجې وسله‌والو طالبانو د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې، چې له امله یې د کابل، پروان، کاپیسا، غزني، میدان وردګ، لوګر او پکتیا ولایتونو د ځینو برخو بریښنا پرې شوه.

د بریښنا دغه ستنه د کرکر سټیشن پورې تړلې ده، چې د ازبکستان ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا افغانستان ته انتقالوي.

XS
SM
MD
LG