د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې د پاکستان ویزې اخیستلو ګڼه ګوڼه کې ۱۱ ښځې مړې شوې


Jalalabad Pakistani Visa seekers at football stadium
Jalalabad Pakistani Visa seekers at football stadium

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن د چهارشنبې په سهار اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) جلال اباد ښار کې د پاکستان د ویزو د اخیستلو لپاره د نوم لیکنې په ګڼه ګوڼه کې ۱۱ ښځې مړې شوې او د نهو ښځو په ګډون ۱۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د نوم لیکنې لپاره د چهارشنبې په سهار د جلال اباد ښار د فټبال په میدان کې په زرګونو کسان راټول شوي وو، چې د ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې له امله په کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله وا وړیدله.

د روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل امریکا غږ ته وویل، چې روغتون ته ۱۲ ټپیان ور وړل شوي چې درې یې نارینه او نورې ټولې مېرمنې دي چې د ځینو روغتیايي حالت پکې نازک دی او مړي او ټپیان ټول د پاخه عمر خاوندان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، چې دغه ارقام وروستي نه دي او ممکن تغیر پکې راشي.

نن سهار په ټولنیزو پاڼو باندې هم د فوټبال میدان کې د نوم لیکنې پر مهال د مېرمنو د مړو عکسونه خپاره شوي وو.

که څه هم د نوم لیکنې لړۍ څو ورځې درېدلې وه، خو نن سهار بیا پیل شوې چې زرګونه کسان د نوم لیکنې لپاره د فټبال میدان ته ورغلي وو..

په افغانستان او سیمه کې د کرونا وبا د خپریدو له امله پاکستان د مارچ د میاشتې په نیمايي کې افغانانو ته د ویزو د ورکولو لړۍ درولې وه، چې نږدې دوه اونۍ دمخه بیرته پیل شوې ده.

XS
SM
MD
LG