د لاس رسي وړ اتصالات

ایلن مسک په ۴۴ ملیارد ډالرو د ټویټر په اخیستو موافقه وکړله


ایلن مسک د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی.
ایلن مسک د نړۍ تر ټولو شتمن شخص دی.

د نړۍ تر ټولو شتمن شخص ایلن مسک دوشبنه اپریل ۲۵ (غوایي۵) موافقه وکړله چې د ټولنیزې شبکې پاڼه ټویټر په ۴۴ ملیارد ډالرو وپیري او دا ژمنه یې هم وکړله چې دا پاڼه به د بیان د آزادۍ ملاتړ کوونکې بدله کړې.

د ښاغلي مسک لخوا د ټویټر اخیستل پدې معنی چې تر دې وروسته به د ټولنیزو شبکو دا ستره پاڼه چې پخوا یو سهامي شرکت و او عامو خلکو پکې ونډې درلودی شوی په شخصي شرکت بدل شي.

ایلن مسک د بیان آزادۍ ته په اشارې په یوې اعلامیې کې ویلي، "د بیان آزادي د دیموکراسۍ بنسټ دی او ټویټر د ښار هغه څلور لارې ده چې د بشریت د آیندې اړوند مهم موضوعات پکې بحث کیږي".

وروسته تر هغه چې ښاغلي مسک په ټویټر کې د دې شبکې اخسیتل ولمانځل او خپل انځور یې ورسره خپور کړ، د ونډو په بازار کې د ټویټر ونډې ۶ په سلو کې لوړې شوې.

ایلن مسک د بریښنایي موټرو ټسلا تر څنګ او د (SpaceX) فضایي هوا د شرکت اجرائیوي رئیس هم دی. هغه ویلي ټویټر دیته اړتیا لري چې خصوصي شرکت شي تر څو دا شبکه د بیان د آزادۍ لپاره خپله وړتیا درک کاندي.

ښاغلی مسک خپل ځان د بیان د آزادۍ "مطلق پلوی" بولي.

ایلن مسک پخپله هم په ټویټر کې ډیر فعال دی او د هغه پاڼه څه باندې ۸۳ ملیونه تعقیب کوونکي لري. هغه دوشنبه اپریل ۲۵ په ټویټر کې لیکلي، "هیله لرم چې زما تر ټولو ناوړه منتقد په ټویټر کې پاتې شي ځکه چې د بیان آزادي همدا معنی لري".

خو بل پلو بیا هغوي چې په د ښاغلي مسک لخوا د ټویټر په اخیستو انتقاد لري، اندیښمن دی چې ښایي د ټویټر نوی مشر ایلن مسک به اجازه ورکړي چې پدې پاڼې کې خلک په آسانۍ غلط معلومات او د کرکې ویناګانې خپرې کړي.

سره لدې چې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د ایلن مسک لخوا د ټویټر په پیرودو د تبصرې کولو څخه ډډه وکړه خو دومره یې وویل چې جمهور رئیس جو بایډن د پخوا راهیسې د ټولنیزو شبکو د ځواک په هکله اندیښنه لري.

XS
SM
MD
LG