د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو هوایي شرکت په پرواز کې خپلو مسافرو ته موقت کمپیوترونه ورکوي


له اماراتو دمخه د قطر او د اتحاد هوایي شرکتونو هم تیره اونۍ ورته چلند غوره کړې و
له اماراتو دمخه د قطر او د اتحاد هوایي شرکتونو هم تیره اونۍ ورته چلند غوره کړې و

د عربي متحده اماراتو هوایي شرکت وایي چې دننه په الوتکه کې پر الکترونیکي وسایلو باندې د امریکا د متحده ایالاتو د بندیز په غبرگون کې غواړي خپلو فرست او بیزنس کلاس مسافرو ته په پرواز کې خپل الکترونیکي وسایل یا تابلیتونه ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د مارچ په ٢٥ په عمده توگه د منځني ختیځ، شمالي افریقا او ترکیې د لسو هوایي ډگرونو څخه امریکا ته په مستقیمو پروازونو کې د موبائیل تیلیفون پرته، له ځان سره د لیپټاپ کمپیوترونو او نورو الکترونیکي وسایلو په لیږدولو بندیز ولگاوه.

په دغه بندیز کې د عربي متحده اماراتو هوایي شرکت هم شامل دی. دغه شرکت د چارشنبې په ورځ وویل چې دوی خپلو فرست او بیزنس کلاس مسافرو ته دننه په الوتکه کې تابلیتونه یا ایپاد ورکوي چې پر مسافرو باندې د الکترونیکي وسایلو د بندیز اثرونه راکم کړای شي.

د اماراتو ددغه تصمیم دمخه د قطر او د اتحاد هوایي شرکتونو هم تیره اونۍ ورته چلند غوره کړې و.

دننه الوتکې ته د الکترونیکي وسایلو په وړلو باندې بندیز د هغو رپوټونو په نتیجه کې لگول شوی چې ویل شوي سخت دریځه ملیشه ډلې غواړي په الکترونیکي وسایلو کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي.

د هوایي شرکتونو د چارو کارپوهان وایي دغه محدودیت ښایي د فرست او بیزنس کلاس مسافر د هغو شرکتونو سره سفر کولو ته لیوال کړي چې دوی ته دننه په الوتکه کې الکترونیکي وسایل ورکوي.

امارات، قطر او اتحاد هوایي شرکتونه همداشان خپلو مسافرو ته اجازه ورکوي چې خپل الکترونیکي وسایل الوتکې ته له ننوتلو دمخه دوی ته ور په لاس کړي او د ښکته کیدو پر وخت یې بیرته ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG