د لاس رسي وړ اتصالات

نور او محقق له قید او شرط پرته د دوستم راستنیدل غواړي


د دریو ګوندونو نوي ائتلاف مشرانو له قید او شرط پرته کابل ته د دوستم پر بیرته راتک ټینګار وکړ.
د دریو ګوندونو نوي ائتلاف مشرانو له قید او شرط پرته کابل ته د دوستم پر بیرته راتک ټینګار وکړ.

د افغانستان د ژغورنې په نوم د دریو ګوندونو د نوي ائتلاف غړو د سې‌شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې په خپلې لومړنۍ غونډه کې د خپلو غوښتنو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

د دغه ائتلاف غړي او د بلخ والي عطامحمد نور غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان ته د جنرال عبدالرشید دوستم بیرته راتګ غواړي.

هغه وویل "موږ له کوم قید او شرط پرته د ولسمشر د لومړي مرستیال حضور په افغانستان او د هغه په اصلي دنده کې غواړو".

ښاغلي نور یو ځل بیا د افغانستان ولسمشر د واک په انحصار تورن کړ او ویې ویل، چې له دې وروسته د هغوی مخاطب اجرائیه ریاست نه، بلکې یواځې ارګ دی.

هغه ارګ ته په خطاب وویل "حکومته! که تاسې د جمعیت اعلامیه او د افغانستان د ژغورنې د ائتلاف اعلامیه چې په راتلونکې کې به جوړ شي... عملي نه کړئ، موږ به یې د ولس په مضبوطو مټو پر تاسې عملي کړو".

د بلخ والي وویل، چې د تدارکاتو، ټاکنو او اداري اصلاحاتو د کمیسیونونو تشکیل او د امنیتي سکتور چارواکي ورته د منلو نه دی او په دې برخو کې یې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ.

عطا محمد نور اوسنۍ حکومت د افغانستان د پخواني ولسمشر حفیظ‌‌ الله امین له واکمنۍ سره پرتله او په افغانستان کې یې د ناامنیو پیښو ته په اشارې حکومتي چارواکي په ټول وژنه تورن کړل.

هغه وویل "تر اوسه پورې هم خلقي او هم پرچمي له موږ سره یو ځای ژوند او کار کوي، هغه کسان چې له وطن سره مینه لري زموږ د سترګو تور دي، خو هغه څیرې چې د حفیظ‌ الله امین په شان، او د هغه د ټول وژنې په شان نن د ارګ، د ملي امنیت د مشاوریت، دفاع وزارت او ملي امنیت په محور کې سره راټول شوي دا هغه پوښتنه ده، چې ملت یې له ارګ څخه غواړي، چې تاسې د حفیظ الله امین د وخت وژنې غواړئ".

ښاغلي نور ټینګار وکړ، چې د ټولو قومونو لپاره د عدالت غوښتنه کوي او ویې ویل، چې نور ورته د ارګ له خوا د واک انحصار د منلو نه دی.

دغه راز، د ائتلاف بل غړي او د اجرائيه ریاست دویم مرستیال محمد محقق هم افغانستان ته د جنرال دوستم پر راستنیدو ټینګار وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د هغه د بیرته راتګ مخه و نه نیسي.

هغه وویل "کوم کسان چې ولسي او ملي ملاتړ لري، هغوی په ناحقه په نښه کیږي، له نړیوالې ټولنې څخه پوښتنه کوم، له امریکا او اروپا څخه، که دوستم بد سړی وو، نو ولې له ټاکنو څخه مخکې ښه سړی وو".

ښاغلي محقق زیاته کړه، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د جنرال دوستم دوسیه باید د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ وڅیړل شي.

هغه وویل، چې ائتلاف د نظام د نسکورولو او تاوتریخوالي نیت نه لري، خو د بې‌عدالتیو او تعصب په وړاندې به له مدني لارو خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ښاغلي محقق په ارګ تور پورې کړ، چې د کابینې د وزیرانو صلاحیتونه یې په خپل انحصار کې نیولي او اوسنۍ کابینه له خپلو صلاحیتونو څخه ګټه نه شي اخیستلی.

د افغانستان حکومت لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې ولسمشر غني د دغه ائتلاف غړو ته په خطاب ویلي، که اصلاحات غواړي نو دا ګز او دا میدان.

XS
SM
MD
LG