د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو او اوربند د نړیوالې ټولنې ټینګار


په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاو تر منځ د سولې له مذاکراتو سره هم‌مهاله د یو شمیر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو او اوربند ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۹) د "له سولې څخه د ملاتړ اجماع د پیاوړتیا" په نوم په آنلاین بڼه د دویمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړ چې په کې د ۱۱ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود.

دغې شورا په یو بیان کې ویلي: "ګډونوالو د ملي مصالحې د عالي شورا په رهبرۍ د سولې له هڅو، د جګړې او تاوتریخوالي له پای ته رسولو، عمومي اوربند او د اوسنۍ ستونزې لپاره د سیاسي حل لارې له موندلو څخه د خپلو هېوادونو او سازمانونو په استازیتوب بشپړ ملاتړ څرګند کړ".

د غونډې ګډونوالو همداشان په افغانستان کې د هدفي وژنو په تړاو اندېښنه ښودلې او په پای ته رسولو یې ټینګار کړی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې ویلي چې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د اوربند ټینګېدل د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي د بحث په لومړیتوب کې دي.

هغه زیاته کړې ده: "په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع حتمي ده او د دې مسلې ارزښت ته په پاملرنې د افغانستان اسلامي جمهوريت د سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ د راجلبولو لپاره هڅې کوي".

د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي رئیس معصوم ستانکزي په دې ویډیويي غونډه کې ویلي چې په قطر کې د اجنډا پر سر خبرې دوام لري او د روانې اونۍ په پای کې به د دواړو خواو ترمنځ جدي بحثونه پیل شي.

'طالبان باید اوربند ته غاړه کېږدي'

په عین حال کې ارګ د افغانستان د جمهور رئيس محمداشرف غني او د استرالیا د صدراعظم سکاټ موریسن ترمنځ د ټیلیفوني اړیکې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو خو د سولې د خبرو ترڅنګ په افغانستان کې د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی مردود ګڼلی دی.

ارګ په یو بیان کې د ښاغلي موریسن له قوله ویلي: "طالبان باید اوربند چې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنه ده ومني".

د استرالیا صدراعظم دغه راز ویلي چې هېواد یې د افغانانو په مالکیت د سولې له هغې پروسې څخه چې په کې د تېرو دوو لسیزو ارزښتونه او لاسته راوړنې خوندي شي، ملاتړ کوي.

نړیوالې ټولنې په داسې حال کې یوځل بیا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کړې چې له څو اونیو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو، هدفي وژنو او ماین چاودنو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG