د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اسرائیل او لبنان د ګازو د ساحو د شخړې حل غواړي  


د اسرائیل د کاریش د ګازو ساحه
د اسرائیل د کاریش د ګازو ساحه

د تیلو او ګازو د تولید یو یوناني شرکت «انرجین» د یکشنبې په ورځ اکتوبر نهمه (تلې ۱۷) پداسې حال کې د مدیترانې بحیرې په ختیځ اوبو کې د کاریش د ګازو په ساحلي ساحه کې د پایپ لاین ازمایل پیل کړل چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د کړکیچ عمده منبع ګڼل کیږي.

اسرائیل ادعا کوي چې د کاریش د ګازو او تیلو بډایه ساحه په بشپړه توګه د دوی د خاورې جز دی او په هغو خبرو کې د بحث وړ ټکی ندی چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب د ددغو دوو ګاونډیو سره د سمندري ساحل په اړه روانې دي.

د راپورونو له مخې لبنان د کاریش د ځینو برخو د مالکیت ادعاوې کړې او د ایران له ملاتړ څخه برخمنې شیعه ډلې حزب الله چې په لبنان کې لوی نفوذ لري دمخه ګواښ کړی و چې که اسرائیل له دې ساحې څخه تولید پیل کړي، بریدونه به پرې وکړي.

د یکشنبې په ورځ د انرجین شرکت په یوه اعلامیه کې وویل چې "د اسرائیل د انرژۍ وزارت څخه د یو لړ ازمایشي اقداماتو د پیل کولو لپاره د اجازې د ترلاسه کولو وروسته یې په ساحلي اوبو کې د پرتې کاریش ساحې څخه د ساحل غاړې ته د ګازو د لیږد ازمایل پیل کړي دي.»

ددې شرکت په وینا دغه ازموینه چې څو اونۍ وخت به ونیسي د کاریش ساحې څخه د ګازو د استخراج په وړاندې «یو مهم ګام» دی.

لبنان او اسراییل د ۲۰۲۰ کال راهیسې په غیر مستقیمو خبرو اترو کې ښکیل دي چې د دوی د مدیترانې بحیرې پولې مشخصې شي؛ کوم چې کولی شي دواړه هیوادونو ته اجازه ورکړي چې د سمندر د طبیعي ګازو استخراج ته وده ورکړي.

د هغې موافقې مسوده چې د متحده ایالاتو د استازي اموس هوخشتین له خوا چمتو شوې وه هدف یې د ساحلي ګازو د ساحو په اړه د رقابتي ادعاګانو حل کول دي چې په وروستیو ورځو کې لبناني او اسرائیلي چارواکو ته ورکړل شوي ده.

اسراییل د هوخشټین له خوا د ټاکل شويو شرایطو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا شرایط به د قانوني بیاکتنې تابع وي، خو په هغه د بدلون راوړلو په اړه یې هیڅ اشاره نه ده کړې. لبنان د سه شنبې په ورځ د واشنګټن وړاندیز ته خپل ځواب وړاندې کړ.

اسراییل دوه ورځې وروسته وویل چې دوی پلان لري د بیروت وړاندیز شوی تعدیل رد کړي، حتی که دغه تړون له خطر سره هم مخامخ کړي.

د متحده ایالاتو له خوا د وړاندیز شوې موافقې د مسودې د شرایطو له مخې چې مطبوعاتو ترلاسه کړي، د کاریش ټوله سیمه به د اسرائیل تر کنټرول لاندې راشي، په داسې حال کې چې د ګازو بله عمده ساحه «قنا» به وویشل شي، خو د هغې استخراج به د لبنان په واک کې وي.

فرانسوي شرکت ټوټال به د قنا په ساحه کې د ګازو د لټون جواز ترلاسه کړي، او اسرائیل به ددې ساحې د عاید یوه برخه ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG