د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د انرژۍ برخې کې د پانګونې د جلب کنفرانس پيل شو


د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې د جلبولو لپاره د یکشنبې په ورځ په دوبۍ کې دوه ورځنی کنفرانس پيل شو، چې چې سلگونه افغان او بهرنیو پانګوالو په کې برخه اخیستې وه.

د دغه کنفرانس هدف دا دی چې د انرژۍ په برخه کې په افغانستان کې پانګونه جلب او زیاته شي.

د اوبو او بريښنا وزارت تخنيکي مرستيال امان الله غالب وويل چې د کنفرانس د جوړولو يو هدف دا دی چې خصوصي سکتور د بریښنا د تولید په برخه کې پوره ونډه واخلي.

د وزارت مرستیال ښاغلي غالب د کنفرانس له تالار نه امریکا غږ سره په خبرو کې دا هم وويل چې د کنفرانس ګډونوالو ته د افغان حکومت له لوري د خود کفايۍ چمتو شوی پلان هم وړاندې شو.

د وزارت چارواکي دا هم ياده کړه چې د دوبۍ روان کنفرانس په اوله ورځ يي خپل پروګرامونه له خصوصي سکتور سره شریک کړي او په دې برخه کې يي د هغوی نظرونه او وړانديزونه هم اوريدلي چې مالي تضمين اوامنيت د پانگوالوله مهموغوښتنو څخه وو.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:39 0:00

XS
SM
MD
LG