د لاس رسي وړ اتصالات

د انګلستان یو کلب مجیب الرحمان واخیست


مجیب الرحمان اوس د هند غوره لیګ په سیالیو کې لوبه کوي.
مجیب الرحمان اوس د هند غوره لیګ په سیالیو کې لوبه کوي.

مجیب الرحمان په روان کال کې د انګلستان په کورنیو سیالیو کې د همپشایر د لوبډلې لپاره لوبه کوي. د همپشایر کرکټ کلب مشر ویلي دي چې مجیب یې ځکه اخیستی چې هغه " بیخي بل ډول توب اچونکی دی."

د انګلستان کلبونه حق لري چې د کورنیو سیالیو لپاره یوازې دوه بهرني لوبغاړي پخپلې لوبډلې کې واخلي. د همپشایر کرکټ کلپ په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې د مجیب الرحمان تر څنګ یې د نیوزلینډ مشهور کیڼ لاسی توپ وهونکی کالن مونرو اخیستی .

پخپله مجیب الرحمان ویلي دي چې د انګلستان په کورنیو سیالیو کې لوبه کول ورته "ویاړ" دی او هیله یې ښودلې چې د خپلې لوبډلې د بریالۍ کیدو لپاره به پوره خواري کوي.

دا د ۱۷کلن مجیب لپاره دویمې مشهورې تجارتي سیالۍ دي چې پکې برخه ورکول کیږي. هغه اوس د آی پي ایل په سیالیو کې د کینګز ایلیون پنجاب د لوبډلې لپاره لوبه کوي.

مجیب الرحمان پخپل همدې کم عمر کې ځکه نړیوال شهرت تر لاسه کړ چې په یو وخت کې څو ډوله توپ اچوي او توپ وهونکی پرې په آسانۍ نشي پوهیدلی.

مجیب د آی پي ایل په سیالیو کې ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي او د زیاتو لوبغاړو د سوځولو پر اساس اوم مقام لري.

د وایټلیټي بلاسټ په نامه شل اوریزې سیالۍ د جولای د میاشتې په څلورمې پیل او د سپټمبر په پنځلسیمې نیټې پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG