د لاس رسي وړ اتصالات

انګلنډ کوربه پاکستان ته د ټیسټ کرکټ لړۍ کې ۳-۰ ماتې ورکړه


انګلنډ د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) په کراچۍ کې له پاکستان سره د ټیسټ لوبو د لړې درېیمه او وروستۍ لوبه د اتو ویکټو په توپیر وګټله او دغه لړۍ ۳-۰ د انګلنډ په ګټه پای ته ورسېده.

دا دوهم ځل دی چې انګلنډ له یوه آسیايي هېواد څخه د ټیسټ سیزیز ټولې لوبې ګټي. له دې وړاندې انګلنډ په ۲۰۱۸ کې سری لانکا ته دې ته ورته ماتې ورکړې وه.

انګلنډ له پاکستان سره د ټیسټ ددې لړۍ لومړۍ لوبه په راولپنډۍ کې د ۷۴ منډو په توپیر او دوهمه لوبه یې په ملتان کې د ۲۶ منډو په توپیر ګټلې وه.

دا د بن سټوکس په کپتانۍ کې په تیرو لسو ټیسټ لوبو کې د انګلنډ نهم بری دی.

له پاکستان سره په لومړۍ لوبه کې د انګلنډ لوبډلې د لوبې په لومړۍ ورځ د ریکارډ په کچه د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۵۰۶ منډې وکړې. په همدې ورځ، انګلنډ بل ریکارډ دا جوړ کړ چې د لوبې په لومړۍ ورځ یې څلورو توپ وهونکو سلیزې ووهلې.

د انګلنډ توپ وهونکي هري بروک له پاکستان سره په درې ټیسټ لوبو کې د درې سلیزو په ګډون ۴۶۸ منډې وکړې او ددغه سیریز تر ټولو غوره لوبغاړی شو.

د انګلنډ ورو توپ اچونکی ۱۸ کلن ریحان احمد په خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه کې د پاکستان پنځه لوبغاړي وسوځول او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

د پاکستان کپتان بابر اعظم ویلي، د انګلنډ په وړاندې ددې ماتې سره سره، پلان نلري چې له کپتانۍ استعفا وکړي.

د پاکستان تیز توپ اچوونکي شاهین افریدي په زنګانه د ټپي کېدو له امله د انګلنډ سره د ټیسټ لوبو په دې لړۍ کې برخه نلرله.

دا په ټیسټ لوبو کې په کور دننه د پاکستان څلورمه پرله پسې ماتې ده. استرالیا په مارچ کې په لاهور کې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG