د لاس رسي وړ اتصالات

انګلستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ


د انګلستان د کرکټ ملي لوبدلې جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) د هالنډ لوبډلې خلال د کرکټ په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د انګلستان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې پداسې حال کې ۴۹۸ منډې وکړلې چې یوزاې ۴ لوبغاړي یې سوځیدلي و.

پدې لوبې کې د انګلستان دریو لوبغاړو سلیزې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره تر ټولو ډیرې منډې جاس بټلر وکړلې. هغه ۱۶۲ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. ډیوډ ملان او فل سالټ هم تر سلو ډیرې منډې وکړلې.

تر دې وړاندې هم د انګلستان لوبډلې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر ټولو د ډیرو مڼدو کولو ریکارډ درلود او د اسټرالیا د لوبډلې په خلاف یې ۴۸۱ منډې کړې وې.
د انګلستان د لوبډلې د دې ستر هدف پوره کیدل د هالنډ د لوبډلې لپاره چې لا د کرکټ په ډګر کې هغومره تجربه نلري، خورا ګران کار و . د هالنډ ټوله لوبډله د ۲۶۶ منډو کولو څخه وروسته وسوځیده.


XS
SM
MD
LG